د هیواد د خپلواکۍ د بیرته اخیستو د ورځې په مناسبت د ملي امنیت د سلاکار پیغام

درنو هیوادوالو!

د زمري ۲۸ نېټه زموږ د هیواد په زرین تاریخ کې هغه ستره ورځ ده، چې زموږ د باتورو خلکو په مېړاني، رشادت او قربانۍ سره تر لاسه شوې ده.

له نن څخه ۱۰۱ کاله وړاندې افغانان د مدبر، هوښیار او ځوان پاچا اعلیحضرت غازي امان الله خان په قیادت د انګریزي ښکېلاک پر وړاندې د وطن د ازادۍ ګټلو لپاره د مبارزې میدان ته ووتل او د هیواد د مقدسې خاورې نه د انګریزي ځواکونو په شړلو سره یې افغانستان نړیوالو ته د یو خپلواک هیواد په توګه ور وپېژندل او د هیواد ویاړلی بیرغ یې د افغانستان د دنګو غرونو پر څوکو هڅک او رپاند کړ.

زه د دغې تاریخي او ویاړلي ورځې په مناسبت تاسو ټولو درونو هیوادوالو، په ځانګړې توګه د افغانستان قهرمانو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته، چې د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا ، حریت او خپلواکۍ ساتونکي دي، او د آزادۍ د لارې ټولو لارویانو ته د زړه له تله مبارکي وایم. د استقلال د ګټونکو او ساتونکو یاد دي تلپاتی وي. د شهیدانو ارواح دې ښاد وي.

نن زموږ ویاړلي امنیتي او دفاعي ځواکونه له نړېوال او سیمه ییز تروریزم خلاف د خپلو خلکو او خپل مقدس قلمرو د دفاع لپاره د ننګ او مېړانې په جګړه بوخت دي. دا د هماغو نېکونو اولادونه دي، چې یوه پیړۍ وړاندې یې یرغلګر انګریزي ځواکونه له خپلې خاورې ماته خوړلي شړلي و.
د هغې ورځې په هیله چې په افغانستان کې سراسري سوله وي او د یوه پرمختللي افغانستان لپاره د اعلیحضرت غازي امان الله خان هیلې په حقیقت بدلې کړو.

ژوندی دې وي افغانستان

تلپاتې دې وي خپلواکي

د ملي امنیت سلاکار
ډاکټر حمدالله محب