د ځوانانو د نړیوالې ورځې په اړه د ملي‌ امنیت سلاکار پیغام

د ځوانانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان ټولو ځوانانو او همزولو ته مبارکي وایم، په دې هیله چې افغان ځوانان هم د نورو هیوادونو د ځوانانو په څېر له جنګونو، ورانیو او باروتو لیرې په خپل هیواد کې له خپلو خلکو سره خپلو هیلو ته ورسېږي او په ډاډه زړه د خاورې او خلکو خدمت وکړای شي.

افغان ځوانان سره له دې، چې په جګړو کې را لوی شول، خو د خپلو مسؤلیتونو په درک او له خپلو وړتیاوو په ګټې اخستنې سره یې په کور دننه د خدمت او لاسته راوړنو ترڅنګ، په نړیواله کچه د هیواد د برم او ویاړونه وساتل او زموږ بیرغ یې په جهان کې ورپاوه.

د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې له دښمنانو څخه د افغانستان د خلکو، خاورې او ارزښتونو ساتل او په دې لاره کې د افغان ځوانونو مېړانې او قربانۍ تاریخي او د خورا ډېرې قدردانۍ وړ دي. د دوی دا شجاعت، د وطن لپاره شپه او ورځ کار او قربانۍ، په دې مانا دي چې زموږ ځوانان د خاورې اصلي مالکین او واکداران دي.

ځوانان چې زموږ د ټولنې غوڅ اکثریت جوړوي د دوی اساسي رول ته په پام سره به د سولې د مخامخو خبرو په دې ډېر حساس پړاو کې هم رغنده ونډه ولري او د هیواد د راتلونکې په اړه به د ټولو تصامیمو برخه وي.

په پای کې د هېواد ټولو ځوانانو، په ځانګړې توګه د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې قهرمانو ځوانانو ته یو ځل بیا د ځوانانو د نړیوالې ورځې په مناسبت مبارکي وایم.

د ملي امنیت سلاکار
ډاکټر حمدالله محب