د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د ملي امنیت سلاکار د مبارکۍ پیغام

د نېکمرغه لوی اختر د را رسېدو په مناسبت تاسې ټولو هیوادوالو ته د زړه له تله مبارکي وایم، اختر مو نېکمرغه او خوښۍ مو بې حسابه شه.

د لوی اختر د خوښيو نمانځنه موږ ته دا فرصت راکوي، چې له هغو اتلانو او کورنیو یې مننه او یادونه وکړو، چې د وطنوالو د خوشحالۍ او امنیت د ساتلو لپاره یې خپلې سینې سپر کړې دي. زموږ ملت د دوی منندوی دی، د دوی یادونه دې تلپاتې وي.

زه د هیواد د دښمنانو او تروریستي ډلو پر وړاندې د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د مجاهدت او مبارزې نه قدرداني او ستاینه کوم، او تاسو ټولو وطنوالو ته ډاډ درکوم، چې د اختر په شپو او ورځو کې هم افغان ځواکونه د طالبانو او نورو تروریستي ډلو د هر راز ممکنه خطر پروړاندې د تل په څېر ستاسې د امنیت او ملي ګټو د ساتنې په موخه بشپړه آمادګي لري.

په پای کې د هیواد د ټولو شهیدانو په خاصه توګه د وسلوالو ځواکونو د شهیدانو روح ته دعا کوم او ټپیانو ته د خدای تعالی له درباره عاجله روغتیا غواړم .

لوی اختر مو یو ځل بیا مبارک او قربانۍ مو قبولې شه

 ډاکټر حمد الله محب

د ملي امنیت سلاکار