‎د ملي بیرغ د ورځې په اړه د ملي امنیت د سلاکار پیغام

زموږ ملي بیرغ زموږ د ستر ملت د معرفت، یووالي، اتفاق او تاریخ قوي او ملي سمبول دی، چي ددې خاورې بچیانو د پېړیو په اوږدو کي په رشادتونو او سرښندونو سره هسک او رپاند ساتلی دی.

زموږ ددې ملي هویت په ساتنه کي د ټولو اتلانو یاد دي تلپاتی او ملي بیرغ دي تل تر تله رپاند وي.