پر ملکي تلفاتو د یوناما د شپږ میاشتنۍ راپور په اړه د ملي امنیت شورا دفتر اعلامیه

د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما ۶ میاشتنۍ راپور مو لیدلی او یادونه کوو، چې له سیمو څخه د حکومت موندنې او شواهد ښيي، چې وسله وال طالبان لا هم د ملکي مرګ ژوبلې د غوڅ اکثریت مسؤلین دي.

دوی یا خپله مستقیماً د ملکي مرګ ژوبلې لامل دي یا یې هم نورو تروریستي ګروپونو ته زمینه سازي کړې، چې پر ملکیانو بریدونه وکړي.

ددې راپور د چمتووالې د میکانیزم په اړه شته اندېښنو ته په پام سره، دولت ژمن دی، چې له یوناما سره ګډ کار وکړي، څو موندنې یې د جګړې د ډګر واقعیتونه او ارقام منعکس کړي.

د ملکیانو خلاف د طالبانو تاوتریخوالی او حملې وروسته له هغې زیاتې شوې، چې طالبانو له امریکا سره د قطر په معامله کې ژمنه وکړه، چې تاوتریخوالی به کموي.

موږ یو ځل بیا طالبانو ته دعوت ورکوو، چې یو سراسري او اوږدمهاله اوربند ومني او د سولې مخامخ خبرې ژر تر ژره پیل کړي،  څو له کرونا سره ښه مبارزه وشي، د سولې روانې هڅې بریالی او ملکیان خوندي شي.

دولت په میاشتو میاشتو په دفاعي حالت کې پاتې شو، خو طالبانو په دې ټوله موده کې د افغانستان د خلکو او تاسیساتو خلاف تاوتریخوالی جاري وساتى.

د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه له جمهور رییس او اعلی سرقومندان او د امنیتي سکتور له رهبرۍ څخه ځانګړې او واضحې لارښوونې لري، څو د ولسې وګړو او ملکي تاسیساتو د ساتنې لپاره ټول شته میکانیزمونه او پالیسۍ تطبیق کړي.