په سمنګان ولایت کې د تروریستي برید په اړه اعلامیه

په تاسف سره نن سهار د سمنګان ولایت مرکز ایبک ښار کې د طالبانو په تروریستي برید کې زموږ زیات شمیر هیوادوال، شهیدان او ټپیان شول او عامه تاسیساتو ته سخت زیان ورسید.

د طالبانو له لوري په عمدي توګه د ملکي او بې ګناه خلکو په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو او عامه خدماتو د کارکوونکو په نښه کول، د تاوتریخوالي او جګړو زیاتول، دا څرګندوي چې طالبان د ملکي افغانانو ژوند او د هیواد ملي شتمنیو او ګتو ته هیڅ ارزښت نه ورکوي بلکې په مسلسله توګه د سولې شته فرصت او بین الافغاني مذاکرات ه ځنډ او خنډ سره مخ کوي.

د بې ګناه خلکو او عامه تاسیساتو په نښه کول، نه بخښل کیدونکی او جنګي جنایت دی او د ټولو انساني، دیني او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دی.

زه په ایبک ښار کې دغه وحشیانه برید په کلکه غندم او د دغې پیښې د شهیدانو کورنیو ته خپل دخواخوږی او تسلیت مراتب وړاندې کوم، ټپیانو ته یې د خدای تعالی له درباره بشپړه روغتیا غواړم.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکارډاکټر حمدالله محب