د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې د ولسي خلکو د شهادت په اړه اعلامیه

جنایت کوونکي تروریستان د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ پر لاره د سړک غاړې ماین په ښخولو سره نن مازدیګر د ماشومانو او ښځو په ګډون زموږ یو شمیر هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل.

د تروریستي ډلو له لورې د افغانستان د ښځو، ماشومانو، مسافرینو او بې ګناه خلکو په نښه کول، نه بخښل شوی جنایت دی او دا څرګندوي چې دغو ډلو د ډار او وحشت د رامنځ ته کولو لپاره له هیڅ راز کړنې څخه ډډه نکوي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغانستان په زیات شمیر سیمو کې د افغانانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات کړی او د مخامخو خبرو چارې له ځنډ او خنډ سره مخ کړې دي.

د دغه وحشیانه برید په غندلو سره خپل د خواخوږی او تسلیت مراتب د شهیدانو کورنیو ته وړاندې کوم او ټپیانو ته یې د خدای تعالی له درباره بشپړه روغتیا غواړم.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار

ډاکټر حمدالله محب