د ملي امنیت د سلاکار ډاکټر حمدالله محب د خواشینۍ پیغام

په ډیرې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې، د هیواد نوموتی قومي مشر او د سرحدونو، قومونو او قبایلو پخوانی وزیر حاجي نعیم کوچی او د افغانستان بانک پخوانی مرستیال ښاغلی محمد عیسی تراب په حق رسېدلې دي.

 انا لله و انا الیه راجعون

ارواښاد محمد نعیم کوچی د احمدزیو قوم د نوموتي مشر په توګه د جرګو او مرکو سرلاری وو او د یو تکړه مخور شخصیت په توګه یې د ټولنې د ستونزو په حلولو کې اغېزمن او ګټور کارونه کړي دي.

همدا راز ارواښاد محمد عیسی تراب د یو تکړه مدیر په توګه، په افغانستان بانک کې پخپل کاري موده کې د بانکي سکټور په وده او تقویت کې رغنده فعالیتونه تر سره کړي دي. 

د ارواښاد نعیم کوچی او ارواښاد تراب نشتون د هیواد لپاره ضایعې دې. زه د دوی د مړینې له کبله د دوی محترمو کورنیو، دوستانو او خپلوانو ته خپل د ډاډګېرنې او تسلیت مراتب وړاندې کوم او د الله تعالی له درباره محترمینو ته فردوس جنت غواړم.

 د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار

ډاکټر حمد الله محب