په سوداګریزو، اقتصادي پراختیا او بې وزلۍ د کمولو په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي محمد یوسف غضنفر د مړیڼې په اړه د ملي امنیت سلاکار د خواشینۍ پیغام

په ډیرې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې په سوداګریزو او اقتصادي پراختیا او بې وزلۍ د کمولو په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي محمد یوسف غضنفر او د هیواد پیاوړي او پیژندل شوی څیره د ور پیښې ناروغی له کبله په حق رسیدلی.

انا لله و انا الیه راجعون

ارواښاد محمد یوسف غضنفر، دهیواد ټکړه اقتصادي او فرهنګي څیره، ښه او خیر غوښتوونکي کس وو چې کلونه یې د هیواد او خلکو د هوساینې او پرمختګ په موخه بنسټیز کارونه تر سره کړل.

محمد یوسف غضنفر د هیواد له سیاسي او اقتصادي حالاتو نه د بشپړ ې او کره معلوماتو په لرلو د ناوړو اقتصادي او فقر د وضعیت نه د وتلو په موخه د حکومت ترڅنګ هر اړخیز پلانونه مطرح کړي وو او په دغه لاره کې یې هڅې کولې. د هغه مړینه د هیواد او خلکو لپاره ستره ضایعه ده.

زه د ارواښاد محمد یوسف غضنفر د مړینې له کبله، د هغه محترمې کورنۍ، د حکومت مشرتابه، دوستانو او لارویانو ته خپل د ډاډګیرنې او تسلیت مراتب وړاندې کوم او د خدای تعالی له درباره هغه ته جنت غواړم.

د افغانستان داسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب