‎له مخدره موادو سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په اړه د ملي امنیت د سلاکار پیغام

د جون ۲۶ له مخدره موادو سره د مبارزې له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

د سالمې ټولنې او توسعې لپاره اړینه ده چې ټول په ګډه د مخدره موادو د قاچاق، تولید او استعمال پر وړاندې مبارزه وکړو، ځکه نشه یي توکي د انسان ژوند ته د خطر ترڅنګ ټولنیز امنیت، ثبات او اقتصادي وده هم ګواښي.

تروریزم او د تروریستي او مافیایي ګروپونو پر لاس د دولتونو په مرسته د نشه یي توکو سیمه ییز او نړیوال قاچاق په افغانستان کې د جنګ د دوام د اساسي عواملو په توګه لا هم مطرح دي.

اوس چې، د سولې خبرو خوا ته روان یو، اړینه ده ډاډ تر لاسه شي، چې د نشه یي توکو د کرکیلې، تجارت او جرمي اقتصاد سره د طالبانو او سیمه ییزو هیوادونو د مستقیمو اړیکو په اړه کامل وضاحتونه رامنځته شي.

په افغانستان کې د نشه یي توکو د کرکیلې له اساسي عواملو یو هم د نړیوالو بازارونو شتون دی، په دې برخه کې باید د مبارزې لپاره د سیمې او نړۍ په کچه د دولتونو لخوا همغږي او موثر فعالیتونه وشي.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ملي د نافذه قوانینو په رڼا کي له دې پدیدې سره مبارزه کوي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار

ډاکټر حمد الله محب