د یوناما د راپور په اړه د ملي امنیت شورا دفتر اعلامیه

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په هیواد کې د ملګرو ملتونو د سیاسي نمایندګۍ یوناما هغه راپور چې، پر روغتیايي خدماتو او صحي برخې د بریدونو په اړه یې خپور کړی، لیدلی دی.

له روغتونو او کلینیکونو جنګي ګټه اخستنه او له همدې ځایونه پر دولتي ځواکونو بریدونه ددې باعث شوي، چې روغتیايي مراکزو او کارکوونکو ته یې زیان ورسېږي.

دا ټولو ته معلومه ده، چې افغان روغتیا پالان په خورا سختو شرایطو کې د انسان ژغورنې ډېره حساسه او مقدسه وظیفه مخته وړي. ددې برخې کارکوونکي د تقدیر وړ دي، باید له هر ډول بریدونو خوندي وي او پر وړاندې یې هر ډول تېری وغندل شي.

وسلوالو طالبانو د اوربند لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي غوښتنې هم رد کړې او دا ددې باعث شوې، چې د کرونا په ډول د عاجلو حالاتو پر مهال هم ډېرو اړمنو خلکو ته خورا ضروري روغتیايي خدمات ونه رسېږي.

د افغانانو او مسلمانانو خلاف د طالبانو روان تاوتریخوالی د افغانستان د ټولو خلکو ژوند او په هیواد کې شته فرصتونه او خدمات له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي. طالبانو نه یوازې چې د جنګ او تاوتریخوالي د پای ته رسېدو لپاره د افغانانو او نړیوالې ټولنې غوښتنو ته اعتنا نه ده کړې، بلکې په قصدي ډول یې د روغتیايي او نورو عامه خدماتو وړاندې کوونکي نهادونه او کارکوونکي یې هدف ګرځولي دي.