‎طالبانو د اوربند او اورکم موده په ناسمه توګه کارولې او د افغانانو خلاف یې تاوتریخوالی نه دی کم کړی

طالبانو د کوچني اختر د اوربند او بیا تر هغه وروسته د هیواد په کچه د افغانانو خلاف تاوتریخوالی زیات کړی دی.

په تېره یوه اوونۍ کې طالبانو په هیواد کې ۲۲۲ ترورستي بریدونه کړي، چې له امله یې ۴۲۲ تنه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه شهیدان او ټپیان شوي دي. د طالبانو په بریدونو کې دغه راز ۵۱ واړه او متوسط پلونه او پلچکونه الوځول شوي او ۱۶ سړکونه ویجاړ شوي دي.

دوی د افغانانو خلاف په تاوتریخوالي کې د جوزجان ولایت په دوو ولسوالیو کې ۱۵۰۰ کورنۍ له خپلو کورونو ایستلو ته اړې کړي او له کورونو یې د مورچلونو په توګه ګټه پورته کوي.

په همدې ترتیب د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د غړو، مخورو، مشرانو او دیني عالمانو هدفي وژني هم جاري ساتل شوي او ټولګټو تاسیساتو ته ضرر رسونې هم دوام پیدا کړی.

دې ته په پام سره معلومه ده، چې طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم کړی، د ولسي وګړو ژوند او ملکي تاسیساتو ساتني ته یې اعتنا نه ده کړې او د سولي راتګ ته لازمو عملي اقداماتو کې پاته راغلي.

طالبانو دا تاوتریخوالی په داسي حال کې کړی، چې افغان دولت د دایمي او سرتاسري سولې د راتګ لپاره د اوربند او اورکم مودې ته پوره احترام کړی، په مساجدو، مکاتبو، روغتونو او نورو ټولګټو تاسیساتو کې یې د طالبانو پر غونډو، د بریدونو پر پلانونو او نورو ورته تجمعاتو برید نه دی کړی، ولسي وګړي او ملکي تاسیسات یې خوندي کړي او د زندانیانو د خلاصون لړۍ یې دوامداره ساتلې ده.