د خورشید ټلویزیون د کارکوونکو پر موټر د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

په ډیرې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې نن د خورشید ټلویزیون د کارکوونکو موټر د افغانستان د خلکو او دانسانیت او بیان د ازادۍ د دوښمنانو تر وحشیانه برید لاندې راغلی چې له امله یې د دغه رسنۍ یو شمیر کارکوونکي شهیدان او ټپیان شوي دي.

د دغې دردوونکي پيښې په مناسبت د شهیدانو او ټپیانو کورنیو، د خورشید ټلویزیون رهبرۍ او د افغانستان د رسنیو کورنۍ ته خپل د خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم او دغه ذلیلانه برید په کلکو ټکوغندم.

د بیان پر ازادي او رسنیو برید د انساني، اسلامي او بشري حقونو له ارزښتونو سره په ټکر کې دي او دا ډول بریدونه د تروریستي ډلو د ډار اچونې او وحشت انتها ښکاره کوي.

رسنۍ او د بیان ازادي چې د اطلاع رسونې او عامه پوهاوي مرجع ګ‍نل کیږي نباید له خطر او ګواښ سره مخ شي.

له اړوندو مسوولینو سره همغږي شوی ترڅو د یادې پیښې ټپیانو ته د رسیدګۍ په موخه خپل هیڅ راز هڅې او کوشش و نسپموي.

د افغانستان داسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب