طالبانو د روژې په مبارکه میاشت کې ۵۷۶ ملکي خلکو ته مرګ ژوبله واړول

د روژې په مبارکه میاشت کې چې خدای تعالی خپلو بندګانو ته یو د بل په وړاندې د مهربانۍ، شفقت، ترحم او نیکۍ امر کړی، طالبانو د نورو میاشتو په څېر په دې میاشت کې هم د افغان مسلمانانو وینې تويېدنه جاري وساتل.

سره له دې چې، افغانانو،  ملګرو ملتونو، د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان، اروپايي ټولنې او نورو سازمانونو له طالبانو وغوښتل، چې د روژې د مبارکې میاشتې په احترام تاوتریخوالي کم او افغان وژنه ودروي، خو طالبانو نه د خدای تعالی اوامرو ته غاړه کیښوده او نه هم د افغانانو، اسلامي هیوادونو او ملګرو ملتونو غوښتنو ته اعتنا وکړه.

دوی د تاوتریخوالي په دوام کې د روژې په ۳۰ ورځو کې په ۳۰ ولایتونو کې د ښځو او کوچنیانو په ګډون ۱۴۶ ولسي وګړي شهیدان او ۴۳۰ ټپیان کړل.

دوی په خپلو بریدونو کې پر نوي زیږېدلې ماشومانو، حامله مېرمنو، ځوان او سپین ږېري، نر او ښځي او حتی مړي ا وژوندي باندي رحم ونکړ او ټول یې له تېغه تېر کړل.