د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د ملي امنیت سلاکار د مبارکۍ پیغام

د کوچني اختر د رارسېدو  په مناسبت ټولو هیوادوالو ته سلامونه او د اختر مبارکۍ وایم، الله تعالی مو ټول عبادات، مناجات، روژې، صدقې او خیراتونه په خپل لوی دربار کې قبول او منظور وګرځوه.

خدای تعالی د روژې په میاشت کې له نورو سره د همدردۍ او خواخوږۍ امر کړی، خو زموږ د هیواد دوښمنانو د الهی امر خلاف، په دې مبارکه میاشت کې هم د افغان مسلمانانو عام وژنې ته دوام ورکړ. له وسلوالو طالبانو او د هغوی له ملګرو تروریستي ګروپونو څخه د ولس په ساتنه کې زموږ د زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو غړو هم د شهادت اعلی مرتبې خپلې کړې. د هغو ملي اتلانو روح ته دعا کوم، چې له خاورې نه په دفاع کې یې سرونه نذرانه او نومونه جاویدان شول. دا ملت د ټولو سرښندونکو پوروړی او منندوی دی. 

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په هیواد کې د سرتاسري او دایمي سولې لپاره د ولس له غوښتنې سره سم منظم اقدامات کړي، بر عکس طالبانو د افغان ولس، اسلامي نړۍ او ملګرو ملتونو له مکررو غوښتنو ورورسته هم تاوتریخوالی نه دی درولی. دوی په خپل قيد كي د ټولو زندانیانو په نه خوشې کولو او د بهرنیانو په لمسون افغان وژنې ته په دوام ورکولو سره دا بیا ثابته کړه، چې له جنګ او وحشت پرته افغانو ته بله تحفه او سولې ته هیڅ اراده نه لري.

پداسې حال کې، چې په هیواد کې سیاسي حالت تر پخوا قوي شو او د جمهوریت صف په ګډه د سولې خوا ته ځي، طالبان هم باید د سولې او مخامخ خبرو د سمدستي پیل لپاره خپله وړتیا او امادګي ثابته کړي. 

زه د هیواد د دوښمنانو او تروریستي ډلو پر وړاندې د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د مجاهدت او مبارزې په قدردانۍ، تاسو ټولو وطنوالو ته ډاډ درکوم، چې ستاسي ملي اتلان به په دې ورځو کې هم د هیواد په ګوټ ګوټ کې ستاسي د ساتني مقدسې وظیفې ته په پوره ویاړ دوام ورکړي، څو تاسي په ډاډه زړه د اختر خوښۍ ونمانځئ. .

یو ځل بیا په کور دننه او بهر کې ټولو وطنوالو ته دې کوچني اختر مبارک وي.

  

ډاکټر حمد الله محب

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار