د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما پر تغییر پذیره راپور د ملي امنیت شورا دفتر اعلامیه

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د یوناما تغییر پذیر راپور لیدلی او څرګندوو چې، له ساحې زموږ موندنې ښیې چې، طالبان او د دوی ملګري تروریستي ډلې په هیواد کې د ملکي مرګ ژوبلې د غوڅ اکثریت عاملین دي. طالبان یا هم خپله په مستقیمه توګه یا هم داعش او نورو تروریستي ډلو ته د ملکیانو د وژلو د زمینه سازۍ له خاطره ددې مرګ ژوبلې اساسې عاملین دي.

دې ته په پام سره چې راپور د بدلون وړ دی، موږ به له یوناما سره خپل ګډ کار ته دوام ورکړو تر څو راپورونه یې دقیق او د جګړې د ډګر ارقام بیان کړای شي.

زموږ له معلوماتو سره سم طالبانو په افغانستان کي د ۲۰۲۰ م کال په اپریل کې ۱۴۱ ولسي وګړي شهیدان او ۲۸۵ نور زخمیان کړي.

چې د دې ولسي وګړي لویه برخه د سړک غاړې په بمي چاودنو او د هدفي وژنو په څېر د طالبانو په مخامخ بریدونو کې شهیدان او زخمیان شوي.

زموږ استخباراتي معلومات او شواهد ددې څرګندونه کوي، چې په کابل کې پر روغتون او ننګرهار کې پر جنازې په بریدونو کې طالبانو لاس درلود چیرې چې، ماشومان، مېندې او نرسانې په شهادت ورسیېدې.

د طالبانو لخوا دا تاوتریخوالی په داسې حال کې کېږي، چې دې ډلې په قطر کې له امریکا سره تر هوکړې وروسته ژمنه وکړه چې، تاوتریخوالي به کموي. خو له دې خاطره چې طالبان له تروریزم پرته بل هیڅ نلري، په بیا بیا سره د اسلامي همکاریو د سازمان، ملګرو ملتونو او نورو اسلامي هیوادونو لخوا د روژې په مبارکه میاشت کې له کرونا سره د ښې مبارزې په موخه د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنې رد کړي دي.

حکومت تر دوو میاشتو ډېر دفاعي حالت وساتی خو، طالبانو په دې موده کې تاوتریخوالي ته دوام ورکړل او حکومت یې اړ کړ، چې دې تاوتریخوالي ته ځواب ورکړي تر څو زموږ خلک او تاسیسات خوندي شوي وي.

افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د ولسمشر او امنیتي سکتور له رهبرۍ جدي سپارښتني تر لاسه کړي ، څو د ملکي خلکو او تاسیساتو د ساتنې لپاره موجوده پروسیجرونه او پالیسۍ تطبیق کړي.