د کابل پر سل بستریز ملي‌ روغتون، په ننګرهار کې دجنازې پر مراسمو او د افغانستان په یو شمیر نورو ولایتونو کې پر ملکي‌خلکو د طالبانو دتروریستي بریدونو په اړه اعلامیه

د دین اوانسانیت دوښمنانو د روژې په مبارکه میاشت کې دکابل پر سل بستریز ملي روغتون، په ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو او په لوګر او پکتیکا ولایتونو کې پر ملکي خلکو د تروریستي بریدونو په ترسره کولو سره یو وار بیا وښودل چې دغه ډله هیڅ راز اصل او ارزښت ته ژمن نه دي او تل د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف عمل کوي.

د سولې او ثبات د راوستو په موخه د افغانستان داسلامي جمهوري دولت ژمنتیا او ښه نیت روښانه ده، خو طالبان افغان وژنه، وینې تویول او بیرحمۍ ته په عامه ځایونو، دیني او سنتي مراسمو باندې په بریدونو سره چې ماشومان، ښځې، سپینږیري، ناروغان او ډاکټران دي د ټولو دیني، انساني او بشري حقونو دلارښونو او ارزښتونو خلاف دوام ورکوي، دغه د جنایت نه ډک تروریستي برید په کلکه غندم.

په ورته وخت کې طالبانو د دې لامل شوي ترڅو نورې تروریستي ډلې لکه داعش، حقاني، لشکر طیبه او نورې تروریستي شبکې د دغه ډلې تر چتر لاندې رشد او فعالیت وکړي، په دې تړاو د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت اطلاعات ښیي چې یادې ډلې له یو بل سره دوامداره او غښتلي اړیکي لري، یو د بل برخه جوړوي او په مشترکه توګه تروریستي کړنې ترسره کوي

 د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي نه کمول د هغه هوکړه لیک خلاف دی چې د طالبانو او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ لاسلیک شوي او په هغه کې د سولې لپاره پر تیاریو ټینګار شوي وو.

په پای کې د شهیدانو کورنیو ته خپل د تسلیت او همدردۍ مراتب وړاندې کوم او د دغې پیښې ټپیانو ته د خدای تعالی له درباره بشپړه روغتیا غواړم.

 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمد الله محب