د خوست د امنیه قومندان د شهادت په اړه د ملي امنیت د سلاکار پیغام

په ډېره خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې، د خوست امنیه قومندان مل پاسوال سید احمد بابازی تېره شپه په یاد ولایت کې د خاورې او خلکو د دښمنانو په یوه ناځوانمردانه برید کې د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.

زه د افغان ولس د دښمنانو دا ډول اعمال په کلکه غندم، شهید بابازي ته فردوس جنت او د هغه کورنۍ، ملګرو او هیوادوالو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم.

شهید بابازی ددې وطن یو مېړنی، مسلکي او وفادار بچی و، چې ژوند یې د خاورې او خلکو دفاع ته وقف کړی و. موږ یې په کارنامو او قربانیو ویاړو، پر ګور یې نور او یاد دې یې تلپاتی وي.

د افغانانو خلاف روان تاوتریخوالی هیڅ راز قانوني او اخلاقي جواز نلري او باید په سملاسي توګه ودرول شي.

په داسې حال کې، چې موږ د دوامدارې او سرتاسري سولې لپاره مسلسل او منظم ګامونه پورته کوو، اړتیا ده، چې تاوتریخوالی د صفر کچې ته راټیټ شي او د سولې لپاره دا ایجاد شوی فرصت له ضایع کېدو وژغورل شي.

د طالبانو لخوا دغه ډول غیر سوله ییز حرکات سولې ته د یادې ډلې نه ژمنتیا ثابتوي او د سولې روانه پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کولای شي. جنګ او سوله همزمانه نشي کېدای، باید جنګ پای ومومي چې سوله راشي.

ډاکټر حمدالله محب د ملي امنیت سلاکار