د بیان ازادۍ د نړیوالي ورځې په اړه د ملي امنیت د سلاکار ډاکټر حمدالله محب پیغام

د بیان د ازادۍ د نړیوالي ورځې د رارسېدو له خاطره د هیواد ټولو خبریالانو، کورنیو رسنیو او  د نړیوالو رسنیو هغه کارکونکو ته چې په افغانستان کې میشت دي او د دغه اصل د تقویت په موخه کار کوي مبارکي وایم.

 د بیان او رسنیو آزادي زموږ په اساسي قانون کي مهم ارزښت او د تېرو ۱۸ کلونو لویه لاسته راوړنه ده. د بیان او رسنیو آزادي دې ته زمینه مساعدوي څو اطلاعاتو ته لاسرسي زیات، له ناسمو کړنو او فساد سره مبارزه ډېره، په چاروکې روڼتیا زیاته او ټولنیز عدالت پلی شي.

په هیواد کې د بیان ازادي او د رسنیو آزاد فعالیت ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت ژمنتیا په سیمه او نړۍ کې بې ساري ده.  زه له ټولو هغو اشخاصو ستاینهکوم چې د بیان ازادۍ د تقویت لپاره یې قربانۍ ورکړي او لا هم زیار باسي. موږ ژمن یو چې دا ازادي او لاسته راوړنه نوره هم تقویه کړو.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د بیان ازادي د یوه ارزښت په توګه ویني او ځان مکلف ګڼي، چې د سولې په روانه پروسه کې دا ارزښت تر پخوا هم تقویه کړي.

د ملي امنیت شورا دفتر د بیان آزادي او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د هغوی د خوندیتوب په برخه کې همکاري کوي چې د همدغو همکاریو په چوکاټ کې تر دې دمه د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي نږدې ۱۵ سوه دوسېې څېړل شوې دي. موږ هڅه کوو چې خبریالان خوندي شي او په ډاډه زړه خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

 د بیان ازادۍ د ټولو ملاتړو، مخصوصا له رسنیو هیله لرم، چې د افغانستان اوسنۍ حالت په سم ډول خپلو هېوادوالو او نړیوالو ته څرګند کړي.

 

ډاکټر حمد الله محب

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار