طالب اجیران د بهرنیانو په نامه زموږ عام ولس قتلوي

خبري اعلامیه

سه شنبه، د وږي ۱۲ مه کابل

طالبانو په خپل یوه بل وحشي برید سره زموږ سلګونه کورنۍ د غم پر ټغر کېنولې او د بیچاره افغانانو کورونه یې ور ونړول. دوی د کابل د ۹ مې حوزې اړوند سیمه کې په داسې حال کې له چاودېدونکو توکو ډک ګاډی وچووه، چې شاوخوا یې ګڼ شمېر ملکي ودانۍ او کورونه واقع دي.

طالبانو ادعا کړې، چې برید یې پر بهرنیانو کړی، خو ټولې نړۍ ته معلومه ده، چې ټول شهیدان او ټپیان زموږ بې ګناه ملکي وګړي دي. دا لومړی ځل نه دی، چې طالب اجیر وسله وال د بهرنیانو په نامه زموږ ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړوي او ددوی غریبانه سرپناه ترې اخلي. دوی په وار وار تر دې په غټو بریدونو سره ګڼ افغانان شهیدان او زیانمن کړي، چې له ولس سره یې ژوره دښمني په ډاګه کوي.

طالبان په داسې حال کې د بهرنیانو پر وړاندې د جګړې په بهانه زموږ د عامو وګړو وژنې ته دوام ورکوي، چې د خپلو بهرنیو اړیکو په اړه هېڅ نه وايي. دوی که واقعا د بهرنیانو خلاف وي له نورو هیوادونو سره دې د خپلو اړیکو په اړه، چې دوی د ابزارو په توګه کاروي او افغانستان ورباندې ورانوي معلومات ورکړي. افغانان سرلوړي خلک دي او هیڅ هغه ډله یې بل ته د فرمانبردارۍ په نامه د وژلو حق نه لري، چې خپله غلامان، د نورو د لاس آله او د هغوی تر قوماندې لاندې دي.

همدا اوس د طالبانو صفونه له بهرنیانو ډک دي، د قوماندې، تمویل او ساتنې ستر مرکزونه یې له نورو سره دي او عملا د بهرنیو استخباراتو په اشاره جنګېږي. داسې نوکره ډله په کوم دلیل زموږ د معصوم سپین ږیري، معصومې مېرمنې او معصوم ماشوم ژوند اخیستلای او د خټو خړ کور ورباندې نړولای شي؟

دوی غواړي په دې ډول نورو ته خپله نوکري ثابته او زموږ ولس مات کړي، خو دا ترې هېر دي، چې افغانان تر دې د سختو ورځو تجربې لري. موږ په ګډه، په پوره مېړانه او اتفاق سره ددې هرډول بدنامه او وحشي عمل پر وړاندې درېږو، مبارزه کوو او د ټولو هغو مخ توروو، چې دلته د نورو په اشاره واک، ځواک او ژوند غواړي.

د بېګاني وحشت ټولو شهیدانو ته جنت، ټپیانو ته عاجله شفا او غمجنو کورنیو ته جمیل صبر غواړو.