طالبان د ملکي وګړو مرګ ژوبلې ته په پوره بې رحمۍ دوام ورکوي

لکه څنګه، چې درانه هيوادوال خبر دي، وسله والو طالبانو د خپلې ناروا جګړې مخه زموږ بې وزله او ملکي هيوادوالو ته اړولې او په مسلسل ډول پر بې دفاع وګړو حملې کوي.
د کابل پوهنتون په مخ کې ننی بريد، چې آزموينې ته پر لار معصوم محصلان يې په نښه او په وينو لت پت کړل، ددې وحشت ستر ثبوت دی. موږ دا بريد او د ملکيانو په مقابل کې دغه شان زبون او بې رحمه عملونه په کلکه غندو او د ټولو اسلامي، انساني او نړيوالو اصولو خلاف يې بولو. 
په داسې حال کې، چې ټول هيوادوال د سولې د خبرو لپاره هيله من دي، دا ډول بريدونه د ولس هيلې او د سولې خبرې اترې له جدي شکونو سره مخامخ کوي. 
موږ په داسې حال کې، چې د سولې خبرې اترې اړينې او مهمې ګڼو، ددغه شان بريدونو پر وړاندې په کلکه د خپل ولس ترڅنګ درېږو. افغان ميړني امنيتي او دفاعي ځواکونه به حتما ددغه ډول وحشتونو له عاملانو سره په قاطعيت محاسبه کوي. 
خپلو ټولو شهيدو شويو هيوادوالو ته جنتونه، ټپيانو ته عاجله شفا او کورنيو ته يې جميل صبر غواړو.
درنښت