د اشغال او استعمار پر وړاندې د مبارزو او سرښندنو کلیزه مو مبارک

افغان ريښتینو سرتېرو او اتلانو له نن څخه یوه پېړۍ مخکې په خپلو سرښندنو او اتلولیو سره په نړیواله کچه د اړيکو او مناسباتو له لحاظه د يوه خپلواک او سرلوړي هيواد په توګه د افغانستان ځای تثبيت کړ.
په دې لړ کې شاه امان الله خان د يوه نوښتګر، زړور او د حق د لاري د اصيل لاروي په توګه نسلونو ته وياړ پرېښود او د حق غوښتنې د مبارزې، رغونې او خپلواکۍ سالار شو.
غازي امان الله خان له نن څخه سل کاله وړاندې نه یوازې خپلواکي، بلکې یو ستر دین مونږ ته په میراث پرېښود، هغه دین چې د اداينې لپاره یې د دې خاورې زرګونه باغروره ککرۍ له خاورو سره خاورې شوې؛ خو چاته ټيټې نه شوې.
د خپلواکۍ د هغه اتل د حماسو پیروي ده، چې زمونږ هېواد د تاریخ په اوږدو کې له بېلابېلو ستونزو سره سره، اوس هم د نړۍ پر مخ د یو باغروره او ویاړلي مملکت په توګه ځای لري او تر هغو به وي، چې دا نړۍ وي.
له دې سره سره، چې افغانستان دامهال د سیمې د استخباراتو او پردیو له بې رحمه لاس وهنو سره مخامخ دی او سختې ورځې تېروي، خو زمونږ ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد د عزت او خپلواکۍ د ساتلو او دفاع لپاره مبارزه کوي او د غازي امان الله خان لار په پوره مېړانې سره تعقیبوي.
زمونږ دښمنان د مېرمنو او ماشومانو په ګډون د بې ګناه وګړو په وژلو هره ورځ په بشري جنایتونو لاس پورې کوي، چې اتل امنیتي او دفاعي ځواکونه يې په مېړانه پر وړاندې ولاړ دي او له خپلو ټولو ملي او تاریخي ارزښتونو دفاع کوي.
د افغانستان دولت د نړیوالې ترهګرۍ پر ضد د درېدو تر څنګ، د سولې او مذاکراتو لار هم پرانېستې ده او بین الافغاني مذاکراتو ته ژمن دی. مونږ پر هغه سوله چې زمونږ د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې په کې خوندي شي او دایمي ثبات ته زمینه برابره کړي نه یوازې باور لرو، بلکې د تحقق لپاره یې له هېڅ راز هڅو ډډه نه کوو.
نننی نسل د افغانستان له تېر تاریخه په درس اخيستو، روڼ آندی، ځوان فکره، د لوړ ديني او کلتوري ليدلوري او نوي سياسي نظم خوښوونکی نسل دی، چې د وروسته پاتې والي، تاوتریخوالي او جګړې فکر ته غاښ ماتونکی ځواب ورکوي. دغه نسل د غازي امان الله خان ویاړونه ژوندي ساتي او د هغه د پروګرامونو د ناتمام فصل د بشپړېدو لپاره شپه او ورځ هڅې کوي.
خپلواکي ددې سپېڅلې خاورې د اوسني نسل د ژوند مینه او هدف ده او تر څو چې دا جهان وي، له هغې به ساتنه کوي.
د خپلواکۍ ورځ مو مبارک، تل دې وي زموږ استقلال او ملي یووالی!