وحشي ترهګر زموږ کوچنۍ خوښي هم نه شي زغملای

په داسې حال کې، چې د لوی اختر له مبارکو ورځو يوه اوونۍ نه ده تېره او افغان ولس د خپلواکۍ د سلمې کليزې د خوشاله تجليل لپاره تياری نيسي، زموږ د دين او هيواد دښمنانو د خوښۍ يو بل پروګرام په نښه او زموږ لسګونو بې ګناه هيوادوالو ته يې مرګ ژوبله واړوله. د واده په مراسمو کې پر ملکي نارينه و، ښځو او ماشومانو د ټوپک خوله اړول د اسلاميت او انسانيت له هيڅ اصل سره نه دی برابر.
ترهګر، چې له مثبتو لارو د خپلو اهدافو له لاسته راوړلو سره هيڅ بلدتيا نه لري په بې رحمانه ډول زموږ بې دفاع ملکي وګړي تر هدف لاندې نيسي. موږ دغه ډارن او بزدلانه عمل په کلکه غندو او د تنظيموونکوپر وړاندې يې د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د شديد عکس العمل ژمنه کوو، چې هر عامل سره به یې انشالله ددې نه بښونکي جنايت په سزا ورسوي.
ملي امنيتي ځواکونه د پيښې له کيدو سره سم سيمې ته رسيدلي او روغتيايي مرکزونه هم د ټپيانو په درملنه بوخت دي. ډاډه یو، چې هر متضرر ته به رسيده ګي کېږي او غمجنې کورنۍ به یوازې نه پرېښودل کېږي.
دښمن دې ډاډه وي، چې دغه شان وحشت زموږ ولس د سولې او آبادۍ پر لور له تګه نه شي ستنولای، بلکې د دا ډول هر جنايت په کولو يې پر وړاندې نفرت لا ډېرېږي.
ټولو شهيدانو ته فردوس جنت، ټپيانو ته عاجله شفا او غمجنو کورنيو ته د زړه صبر غواړم.