
د تورن جنرال علي مست مومند پر مړینه د ملي امنیت سلاکار د خواشینۍ پیغام
په ډېره خواشیني خبر شوم چې د هېواد تکړه نظامي کادر او د سرحدي امنیت کمېسیون غړی تورنجنرال علي مست مومند د زړه د حملې له کبله په حق رسېدلی دی.
انا لله و انا الیه راجعون!
ارواښاد تورن جنرال علي مست مومند د خاورې رښتینی او مخلص بچی و چې تګ یې لویه ضایعه ده.
ارواښاد مومند د یو پیاوړي نظامي کادر په توګه د کورنیو چارو وزارت د امنیتي ارشد معنییت د مرستیال، د دغه وزارت د پلان او اوپراسیون د عمومي رییس او د پکتیکا ولایت د امنیه قوماندان په توګه ډېر کلونه د هېواد، خاورې او ولس د امنیت لپاره نه ستړی کېدونکی خدمت وکړ.
د ارواښاد د مړینې له کبله د هغه محترمې کورنۍ، دوستانو او خپلوانو ته د ډاډمنتیا او تسلیت مراتب وړاندې کوم او ارواښاد مومند ته د الله تعالی له درباره جنت غواړم.
ډاکټر حمد الله محب
د ملي امنیت سلاکار