‎د ځوان کادر ضیاء الرحمن اندړ پر مړینه د ملي امنیت سلاکار د خواشینۍ پیغام

په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې، د هیواد ځوان او تکړه علمي کادر او د لوړو زده کړو وزارت د پراختیایې پروګرامونو رئیس ضیاء الرحمن اندړ د ور پېښې ناروغۍ له کبله په حق رسېدلی دی.

انا لله و انا الیه راجعون!

ارواښاد ضیاء الرحمن اندړ ځوان کادر ، د راتلوتکي نسل لپاره سرمایه او د خاورې ریښتنی او مخلص بچی وو چې نه شتون یې ضایعه ده، زه د ارواښاد اندړ د مړینې له کبله د  استاد حبیب الرحمن او مولوي رحمت الله اندړ درنو کورنیو او د اندړو درانه قوم ته خپل د ډاډګېرنې او تسلیت مراتب وړاندې کوم او ارواښاد اندړ ته د الله تعالی له درباره جنت غواړم.

ډاکټر حمد الله محب

د ملي امنیت سلاکار