پر ملکي تلفاتو د یوناما د نهه میاشتني راپور په اړه د ملي امنیت شورا دفتر اعلامیه

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما ۹ میاشتنی راپور لیدلی او یادونه کوو، چې له سیمو څخه د حکومت موندنې او شواهد ښيي، چې وسله وال طالبان لا هم د ملکي مرګ ژوبلې د غوڅ اکثریت مسؤلین دي. دوی یا خپله مستقیماً د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې لامل دي یا یې هم نورو تروریستي ډلو ته زمینه سازي کړې، چې پر ملکیانو بریدونه وکړي.

ددې راپور د چمتووالي د میکانیزم په اړه شته اندېښنو او سوالونو ته په پام سره، دولت ژمن دی، چې له یوناما سره ګډ کار وکړي، څو موندنې یې د جګړې د ډګر واقعیتونه او ارقام منعکس کړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د سولې هڅو د بریا او د خلکو د ساتنې په موخه لا هم په فعال دفاعي حالت کې قرار لري، په داسې حال کې چې طالبانو په تیرو نهو میاشتو کې هره ورځ د هیواد په کچه تاوتریخوالي زیات کړي او له ښونځیو، مساجدو، ټولګټو تاسیساتو او  نورو... څخه د جنګ لپاره استفاده کوي، هغه څه چې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې د زیاتوالي اساسي علت ګڼل کیږي او د سولې پر هڅو بې اعتمادي نوره هم زیاتوي.

موږ یو ځل بیا پر طالبانو غږ کوو، چې یو سراسري او اوږدمهاله اوربند ومني، د سولې په مخامخ خبرو کې رښتینولي وښيې او د افغانانو قتل عام ودروي، څو د سولې روانې هڅې بریالی او ولسي خلک خوندي شي.

د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه له جمهور رییس او اعلی سرقومندان او د امنیتي سکتور له رهبرۍ څخه ځانګړې او واضحې لارښوونې لري، څو د ولسې وګړو او ملکي تاسیساتو د ساتنې لپاره ټول شته میکانیزمونه او پالیسۍ تطبیق کړي.