هلمند ولایت کې د شهید شوي پیلوټانو او پوځیانو په اړه د ملي امنیت سلاکار پیغام
په هلمند ولایت کې تیره ورځ د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د دوو هلیکوپټرونو د تصادم خبر چې د هیواد یو شمیر پیلوټانو او زړورو سرتیرو د شهادت لامل شو، زموږ عظیم ملت او ولس یې د غم په ټغر کیناوو.
د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو زړورو او باتورو سرتیرو، قوماندانانو او پیلوټانو پرته له ځنډه شپه او ورځ د خلکو، خاورې او ځمکنۍ بشپړتیا له عزت او شرف څخه د کورنیو او او بهرنیو تروریستانو سره په مبارزه کې قرباني ورکوي.
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت، د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د میړانې او فداکارۍ څخه د قدردانۍ تر څنګ د افغانستان د خلکو د سر او مال ساتنې ته ژمن دی او د دې قربانیو او فداکاریو څخه په هر صورت ساتنه کوي.
سره له دې چې طالبانو خپلو بریدونه او جنایتونه زیات کړي چې د عامه تاسیساتو د ورانولو، ملکي تلفاتو او زرګونو کورنیو د بې ځایه کیدو د زیاتوالي باعث شوي، خو زموږ میړني سرتيري د خلکو په ملاتړ د ولس تر په کلکه ولاړ دي.
دې ټولو سره سره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د داسې باعزته سولې او دایمي اوربند ملاتړ کوي چې په کې د افغانستان سوکالې، ارامې او پرمختګ نغښتی دی.
زه د خپلې خواخوږۍ مراتب د شهیدانو کورنیو، د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د افغانستان نجیب ملت ته وړاندې کوم او د پیښې ټپیانو ته د خدای تعالی له درباره عاجله او بشپړه روغتیا غواړم.
ډاکټر حمدالله محب
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار