د آسیا په انجمن (Asia Society) کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د وینا ژباړه:

امریکا متحده ایالات

د لوی او بښونکي خدای ج په  نامه

د « آسیا انجمن » څخه مننه کوم چې زه یې رابللی یم. له سفیر شرین او پروفیسور رابین  څخه مننه. د ولسمشر په شمول نورو افغانانو ته د خبرو کولو د فرصت برابرېدو په اړه ستاسو له هڅو مننه کوو. کله  چې زه تېر کال دلته سفیر وم، د افغانستان روبات جوړونکو نجونو ټیم راغلی و او دلته یې حضور موندلی و او د آسیا انجمن جایزه یې تر لاسه کړه.

خوښ یم داسې یو وخت کې مې دلته حضور پیدا کړ چې آغلې عادله راز ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازې په توګه خپله نوې دنده پیل کړې ده، البته دا لومړنۍ افغان مېرمن ده چې له افغانستان څخه استازیتوب کوي. همدا شان مرجان متین، داسې لیدل کېږي چې دلته زیاتې افغان مېرمنې شتون لري، دلته زمونږ شمېر زیات دی، دا یو عالي کار دی!

که چېرې تاسو دلته د افغان نجونو له روباټ جوړوونکو ټیم سره ملاقات کړی وي، ممکن ددې ټیم له کپټانې فاطمې قادریان سره به مو هم کتلي وي. منظور مې دا دی چې هغه فوق العاده ده. کله چې خبرې کوي، فکر کوئ چې شعرونه وايي. زما په نظر مناسبه ده چې د افغانستان د روباټ جوړوونکو له ټیم او له مېرمن قادریان یادونه وکړو، ځکه نن غواړم د افغانستان د خلکو په اړه خبرې وکړم. د هغوی باور، هڅې، ارزښت، اهمیت، شخصیت، باور او د سولې لپاره یې لید لوري ددې لامل کېږي چې په اړه یې باید خبرې وشي.

کله مې چې امریکا کې د افغانستان د سفیر په توګه دنده ترسره کوله، پوه وم چې افغانستان د امریکا په هر ځای کې د بحث وړ دی او په هر تحقیقي او اکاډمیک مرکز کې پرې بحث کېږي. باید ووایو چې زمونږ خلک زمونږ تر ټولو ستره پانګونه ده. زما په نظر تېرو ۱۸ کلونو کې مو چې کوم بدلون ترسترګو کړی دی، باید داسې تر ملاحظې لاندې ونیول شي چې مونږ د سولې پر لور روان یو.

تېره میاشت افغانستان کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ورځ ونمانځل شوه. زه په ملي دفاع وزارت کې د یو شمېر سربازانو د ترفیع شاهد وم. له دې افسرانو یوه يې تورن مرسل افشار وه، هغه ځوانه مېرمن چې په ویاړ يې له لومړي بریدمنۍ تورنۍ ته ترفیع واخېسته او سټیج پر لور يې ګام پورته کړ. د هغې له مسلکیتوب او وطنپالنې زه تاثیر لاندې راغلم.  هغه تاثیر لرونکې واقع شوه او له هغو کسانو يې استازیتوب وکړ چې همدا اوس له هېواد او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع او له یو نړیوال جنګ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي. وړتیا شور او ځواک مې چې د تورن مرسل په وجود کې ولیدل، تشریفاتي نه و.

سربېره پر دې، ما د هغو سرتېرو درنې خبرې هم اورېدي چې روغتون ته یې د پوښتنې لپاره ورغلی وم. زمونږ د پولیسو او اردو زیات شمېر سرتېري چې په جګړو کې دوه درې ځلې ټپیان شوي وي، بیا هم د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي. هره ورځ امنیتي راپورونه لولم، یو هغه راپور چې طالبانو د اردو سرتېري محاصره کړي و، زما زیاته توجه يې را جلب کړه. هغوی له ستونزو سره سره، وجنګېدل خو تسلیم نه شول، ټولو د تسلیمۍ پر ځای وژل کېدو ته لومړیتوب ورکړ.

۲۰۱۴ کال کې د امنیتي مسوولیتونو د اخېستو تر څنګ او وروستیو پنځوو کلونو کې چې کوم لوړ تلفات مونږ ورکړي دي، بیا هم د امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو کې استخدام بېساری و. ولې داسې؟ زمونږ سرتېري جګړه کوي، ځکه د هغه لپاره جګړه کوو چې مونږ پرې باور لرو او ارزښت راته لري. پوهېږو چې زمونږ د ژوند ارزښت لري. په همدې دلیل ځوانه فاطمه قادریان افغانستان کې د یو ټکنالوژيکي پوهنتون د جوړوېدو فکر په سر کې لري، په داسې حال کې چې پلار يې هرات کې د داعش د یو برید پر مهال شهید شوی دی.

د هرې ورځې په تېرېدو سره، امنیتي او دفاعي ځواکونه نږدې وینم. هغوی د هغه لوی بدلون یوه برخه ده چې ټول هېوا، ښار او کلو کې ترسره شوی دی. هغوی د نوي افغانستان نسل دی. مونږ اساسي قانون او افغانستان کې په دولتي بنسټونو، بشري او مدني حقونو باور لرو. مونږ په پرمختګ، معارف او اسلامي ارزښتونو باور لرو. مونږ په خپل ملت او دولت ویاړو او تر څنګ يې اراده لرو هغه څه مو چې تېرو ۱۸ کلونو کې تر لاسه کړي دي، د ساتنې لپاره یې قرباني ورکړو.

په همدې اساس، د نوي افغانستان لپاره د پالیسۍ پایله به د افغانستان د حکومت او نړیوالو همکارانو لپاره څه وي؟ لومړی د افغانستان خلک د ټاکنو ترسره کېدو تمه لري، چې البته د سولې بهیر بري پورې هم تړلی دی. هغه بهیرونه چې د افغانستان له تېرو ۱۸ کلونو سره رېښې لري مختل شي او یا هم د سولې لپار له پامه وغورځول شي، نو دا په دې مانا چې مونږ د ولسواکۍ اصل تر پښو لاندې کړ او د ولسواکۍ اړوند مو د افغانستان د خلکو په باور خیانت ترسره کړ.

دویم، افغانستان کې د تل پاتې سولې تامین لپاره اړتیا ده چې د خلکو غوښتنو ته پام وشي. د تېر کا په جریان کې افغانانو د سولې لپاره خپل غږ پورته کړ او برنامې يې ورته جوړې کړې. د هلمند د سولې کاروان تېر کال کې خپل سفر پیل کړی دی او اوس هم په پلي پښو ټول هېواد کې خپل سفر ته دوام ورکوي. د تېر کال په ډسمبر میاشت کې د هېواد له ۳۴ ولایتونو ۲۵۰۰ مېرمنې او سړیان کابل کې سره راټول شول، تېره میاشت د هېواد له ټولو ولایتونو ۳۵۰۰ مېرمنې د لویې جرګې خېمه کې سره را غونډې شوې او د ۱۵ زره افغان مېرمنو غږ یې پورته کړ. د هغوی غوښتنه څه ده؟ له کوم ځایه چې د سولې او جګړې له تجربو لید لوري او نظریات توپیر لري، د سولې لپاره بیه او هغه څه چې د سولې لپاره منل کېږي، دا هم توپیر لري. خو د مېرمنو اصلي غوښتنه دا ده چې له هغوی دې استازیتوب وشي. افغانستان د سولې د ټولشمولې پروسې غوښتونکی دی چې تل پاتې سولې تامین ته زمینه برابره کړي.  هغوی د هغو بهیرونو غوښتونکي دي چې د افغانانو ترمنځ وي. نه د څوو کسانو ترمنځ معامله چې د تړلو دروازو تر شاه او زماني فشار ته په کتو ترسر شي. هیله مند یم کوم موضوعات مې چې ذکر کړل، د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه تاسو ته لیدلوری بیان کړي.

اوس غواړم هغه څه چې واشنګټن ته د علاقې وړ دي یاد کړم، هدف مې ارقام دي. لکه څنګه چې مونږ د سولې په لټه کې یو، له ترهګرۍ سره مبارزه کې زمونږ نظامي اهداف لا هم پر خپل ځای دي او د رسېدو لپاره یې هڅې کوو. د جنګي قوې د دوام لپاره یوازې انګېزه او وطنپالنه کافي نه دي. مونږ تېرو ۵ کلونو کې پر امنیتي سکټور له سره کتنه کړې ده، د اړتیا وړ رهبري او مدیریت مو ورته برابره کړي دي. مونږ د کومانډو سرتېرو په دوه چنده کېدو او د هوايي ځواکونو په درې برابرېدو کار کوو چې اوس د پرمختګ په حال کې دی. مونږ له نړیوال بانک سره کار کوو چې څنګه وکولای شو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه تر راتلونکو څلورو یا پنځوو کلونو تمویل کړي، خو  په مډرنې ټکنالوژۍ د سمبالېدو او د افغان قواوو د توسعې، ودې او تجهیز لپاره اړتیا ده چې نړیوال همکاران تر ۲۰۳۰ کال پورې مونږ سره مرستې وکړي.

د ۲۰۱۳ کال ټاکنو په کمېسیونونو کې بې نظمي او د مدیریت کمزورتیا څرګند کړل. ۴ میلیونونه افغانانو چې ۳۵ سلنه یې مېرمنې وې، له خطرونو سره سره لاړل د رای مرکزونو ته. په شرایطو برابر دغه کسان به بیا هم د ولسمشرۍ ټاکنې چې په جولای میاشت کې ترسره کېږي خپله رایه کاروي. تېر کال چې د ټاکنو په قانون کې کوم اصلاحات راغلل، د ولسمشرۍ ټولو نوماندانو د ټاکنیزو کمېسیونونو لپاره نوي کمېشنرانو ټاکلو لپاره رایه ورکړه او دغه کار د کمېسیونونو باور ډېر زیات ټینګ کړ. همدا شان غواړم ووایم چې د ټاکنیزو کمېسیونونو دواړه مشرانې مېرمنې دي.

په پای کې غواړم د سولې موضوع ته اشاره وکړم. افغانستان د داسې یوې سولې په لټه کې دی چې د افغانستان د حکومت، خلکو او طالبانو ترمنځ خبرو ته زمینه برابره کړي.  د ۲۰۱۸ کال له فبرورۍ میاشتې راهېسې د ملي یووالي حکومت د سولې لپاره پرلپسې کارونه کړي دي، لکه طالبانو سره له قید او شرط پرته د خبرو وړاندیز، د بریالي اوربند اعلان، د ترهګرۍ او بنسټپالنې د غندلو لپاره د نړۍ او افغانستان د دیني علماوو راټولول، د حکومت د مذاکراتي ټيم اعلانول، د سولې لپاره د نقشې جوړول او د مېرمنو اوسړیانو په شمول د بېلا بېلو افغانانو ترمنځ د خبرو په هدف د عمومي اجماع ترسره کېدو ته اسانتیاوې برابرول و.

راتلونکې میاشت د سولې لپاره لویه مشورتي لویه جرګه راغواړو. مونږ له طالبانو سره د مشروع سولې توافق په هدف چې تمه ده په په ۲۰۱۹ کال کې ترسره شي، باید باوري و اوسو. اوس غواړم طالبانو او د هغوی ۴۰ زره پلي سربازانو ته چې د افغانستان په خاوره کې فعالیت کوي، د پیغام په ورکولو خپلې خبرې پای ته ورسوم. دا پیغام د یو میلیون په شا وخوا کې د ملکي خدمتونو او حکومتي مامورینو دی چې تېرو ۱۸ کلونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په قربانیو جوړ شوي دي. د افغانستان خلک او د افغانستان حکومت د تاوتریخوالي د پای لپاره له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرو پیل ته چمتو دی. دا اوس طالبانو پورې اړه لري چې د سولې لپاره ګام پورته کړي، مونږ به هغه مهال پر دغې موضوع باور وکړو چې په خپلو سترګو يې ووینو. تر هغه وخت به لکه د تېر په څېر خپلې مبارزې ته دوام ورکړو.

له تاسو مننه!