د افغانستان ـ امریکايي پوهنتون د محصلینو د فراغت په مراسمو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د وینا متن:

 

بسم الله الرحمن الرحیم

اجراییه رییس ښاغلی ډاکټر عبدالله عبدالله، د افغانستان امریکايي پوهنتون مشر ښاغلی هولنډ، ګرانو استادانو او فارغ التحصیلانو!
نن غواړم خپلې خبرې د افغانستان امریکايي پوهنتون د ۲۰۱۹ کال فارغانو ته د مبارکۍ په وړاندې کولو سره پيل وکړم:
ماته زیات د خوښۍ ځای دی چې ستاسو د ژوند په ځانګړو مراسم کې تاسو ته وینا کوم.
دغه ورځ او پېښه د افغانستان له ټولنې، په ځانګړې توګه د افغانستان له اکاډمیکې جامعې سره د دغه پوهنتون د علمي پلاوي / ښوونکو د همکاریو یادول دي. زه او میلیونونه نور افغانان په یاد لري چې دغه بنسټ د همکاریو د تحقق لپاره، قرباني هم ورکړې ده.
دغه بنسټ له تاوتریخوالي او جګړې سره د تل پاتې مبارزې او د هغې د له منځه وړلو لپاره یواځینۍ لار چې ټاکلې او ورته ژمن دی، د دې هېواد متسعدو افرادو ته د با کیفیته زده کړو ارئه کول دي. له فرصت څخه په استفادې، غواړم د افغانستان ـ امریکايي پوهنتون د هغو زړورو استادانو او محصلینو روح ته دعا وکړم چې د ۲۰۱۶ کال ټرورېسټې پېښه کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. مونږ د هغوی تشه احساسوو او له هغوی منندوی یوو، هغه دَین چې زمونږ پر غاړه دی، له هغه زیات دی چې مونږ يې وکولای شو اداء کړو.
همدا شان، زمونږ زړه د ټیموټي وېکس او کوین کېنګ چې اوس هم د طالبانو په منګولو کې دي، تپېږي. زه یو ځل بیا په بشپړ مصونیت خپلو کورنیو ته ددغو دوو محترمو شخصیتونو د بېرته خلاصون لپاره د حکومت له اړخه د ملاتړ ډاډ ورکوم.
د افغانستان امریکايي پوهنتون د نسلي تغییر د تحقق لپاره د جمهور رییس غني له هغه لید لوري سره چې ځوانان د هېواد د ابادۍ لپاره اړینه اړتیا او ځواکمن قدرت دی، مرسته کوي. د انکشاف او بیا رغاونې د بهیر په جریان کې مونږ د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا متحدو ایالتونو له مرستو مننه کوو.
له امریکا متحدو ایالتونو او له نړیوالو متحدینو سره زمونږ همکاري، هغه همکاري ده چې د وینې، زیار او قربانیو په اساس جوړه شوې ده. دغه همکاري د افغانستان ــ امریکايي پوهنتون په شمول، د زیاتو نورو اسانتیاوو د رامنځته کېدو لامل شوې دی.
دغه پوهنتون پر دې ګواهي ورکوي، چې له ستونزو سره ــ سره او هغه ننګونې چې زمونږ په لار کې پرتې دي، د افغانستان او امریکا متحدو ایالتونو همکاري همدا شان ټینګه ده او زمونږ هېوادونه د کلیدي متحدینو په توګه له مشترک لید لوري، د هېواد د هوسا او سوله ییزې راتلونکې لپاره فکر کوي. دواړه هېوادونه د پوهنې او پرمختګ په شمول د مشترکو ارزښتونو په تحقق باور لري.
نن پر داسې مهال تاسو ته وینا کوم چې زرګونه ځوانان د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې حضور لري او په دوامداره توګه هغه ارزښتونه چې په ګډه مو تر لاسه کړي دي، دفاع ترې کوي. هغه ارزښتونه چې مونږ سره نږدې کوي، هغه ارزښتونه چې د هغه لپاره مو مبارزه کړې ده؛ حکومتولي، د قانون حاکمیت، عدالت او خپلواکي. د افغانستان امنیتي او دفاعي قوتونه، د هېواد ستایل شوي قهرمانان دي. هغوی د هغه افغانستان لپاره جګړه کوي چې په هغه کې افراد، قومونه او جنګسالاران د ژوند تګلاره تعیین نه کړي، بلکې د هغوی پر ځای خپله خلک د ولسواکه بهیرونو له لارې خپل برخلیک وټاکي. دغه چاره د افغانستان د تل پاتې سولې اړوند د جمهور رییس غني له لید لوري سره یو شان ده، هغه لید لوری چې په هغه کې ټولنیز او ساختاري تاوتریخوالی پای ومومي او ځای یې عزت او هوساینه ونیسي.
اوس د څوو مهمو پیغامونو په ارائه کولو، ستاسو محترمو محصلینو له چوپړ څخه مخه ښه کوم.
لومړنی پیغام مې دا دی چې تاسو، د هېواد د نېک نومي پوهنتون د فارغانو په توګه، د رهبرۍ مسوولیت پر غاړه لرئ. رهبري یانې د هغو پرېکړو نیول چې په نورو آغېز ولري؛ په بل عبارت، تاسو مسوولیت لرئ چې په ښه ډول د هېواد ملي ګټو ته خدمت وکړئ. هیله لرم چې تاسو له دغه مسوولیت او روحیې سره د هېوادوالو خدمت ته ور ودانګئ.
دویم، تاسو په مکرر ډول د افغانانو د نوي نسل او د هغه نسل په توګه چې د تېرو دوو لسیزو د مثبتو تغییراتو استازولي کوئ، مخاطب کېږئ. دا کاملآ واضح ده؛ خو له تاسو څخه په ټینګار سره غواړم، د هغه څه په اړه چې ستاسو نسل متمایز او تعریف کوي، په ژور ډول فکر وکړئ؛ په بل عبارت، له نسل څخه مو ستاسو تعریف څه شی دی؟
آیا تاسو به هغه نسل و اوسئ چې له تېرو ترخو پېښو، قید او بند څخه خلاص شئ؟ آیا هغه نسل به و اوسئ چې مونږ له وابستګۍ څخه د ځان بساینې پر لور بوځي؟ آیا هغه نسل به و اوسئ چې اختلافونه یوې خوا پرېږدئ او د شخصي ګټو پر ځای، د هېواد ګټو، سولې او هوساینې لپاره خدمت وکړئ؟ دا تاسو پورې اړه لري چې له هغه څخه کوم تعریف کوئ.
درېیم، تاسو له مېرمنو او سړیانو توپیر لرونکې هغه ډله یاست چې د هېواد له ۳۴ ولایتونو، د کورنیو له بطن، قومونو او بېلا بېلو کلیو دلته حضور لرئ؛ دغه امر تفاوت نه ایجادوي. زه نن تاسو ننګوم، د تېر په اړه مو او له هغه ځایه چې تاسو راغلي یاست، فکر مه کوئ، بلکې په دې اړه فکر وکړئ چې د رهبرانو د یوې ډلې په توګه به چېرې ځئ او د ځان لپاره به څه ډول راتلونکې جوړئ. هغه ځای ته چې تاسو ځئ، هېواد به هم همغه لوري ته ځي. ستاسو فکر باید د راتلونکي په اړه وي او هغه امکانات چې موجود دي، الهام ترې واخلئ.
خپلې خبرې مې خپلو هغو هېوادوالو او نړیوالو همکارانو ته چې د غوره افغانستان لپاره یې زیاتې قربانۍ ورکړې دي او د افغانستان ـ امریکايي پوهنتون په څېر بنسټ ته یې د حضور زمینه برابره کړې ده، د دعا په ویلو پای ته رسوم. تاسو ته په خپلو چارو کې د بري هیله کوم، ستاسو او د ګران افغانستان لپاره د موفقیت دعا کوم.