په بحرين کې د منځني ختيځ د ستونزو حل کنفرانس ته د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د وينا بشپړ متن:

په پيل کې غواړم چې د بحرين له شاهي هېواده او د سټراټېژيکو مطالعاتو له بين المللي انسټيټيوټه مننه وکړم چې دغه مهم کنفرانس ته يې د خبرو دعوت راکړ.

د بورډ له محترمو غړيو، ښاغلي وزير صفدي او وزير فواد حسين څخه مننه او دا ډول له ډاکټر چيپمن څخه مننه چې د نن بحث يې تسهيل کړ.

اجازه راکړئ چې د بحرین له شهزاده چې د افغانستان ښه ملګری دی، د افغانستان په استازيتوب مننه وکړم چې د دې ډيالوګ په ترتیب کې يې مرسته کړې ده. غواړم له تاسې ټولو مننه وکړم چې له افغانستان سره په سختو ورځو کې درېدلي ياست.

تاسې ټولو ته معلومه ده چې په افغانستان کې نږدې ۴۰ کاله کېږي جګړه ده او دا جګړه پر افغانستان باندې د پخواني شوروي له یرغل سره پیلېږي چې زه لا نه وم پیدا شوی.

پلار او ورور مې په دغه جنګ کې ګډون درلود. په دغو جګړو کې مې خپلوان او د کورنۍ غړي قرباني شوي دي.

دا د افغانستان د هر وګړي کيسه ده. له جنګه رنځېدل او جلاوطني د افغانانو ګډ درد دی.

خلک فکر کوي چې له حکومتونو سره د هغوی د ستونزو حل‌لاره د حکومتونو په پرځولو کې نغښتې، خو موږ د حکومت د پرځولو رنځ ګاللی، د پخواني شوروي تر یرغل وړاندې په ۱۹۷۳ کې چې د افغانستان شاهي سلطنت یې وپرځاوه،  زموږ د هېواد سلطنت یې تر هغه مخکې ړنګ کړ چې موږ بله دایمي مناسبه حل لاره ومومو.

د حل لارې تر ويلو مخکې زما نتېجه‌ګيري دا ده چې د منازعاتو د حل بهترینه لاره دا ده چې د ختم لپاره یې بله منازعه جوړه نه کړو.

موږ اوس د هر هغه څه د بیارغولو لپاره کار کوو چې وران شوي دي، تر ټولو وړاندې د فرا ملي حکومت جوړول دي، کله چې د افغانستان سیستم ړنګ شو هغوی چې د حکومت او خلکو تر منځ اړیکې به يې په ولسوالیو کې مدیریت کولې، له منځه لاړې.

زیات خلک کډوال شول او یا بې‌کوره شول، موږ هغه وضعیت بېرته جوړ نه کړای شو، له ۱۹۷۳ کال راهیسې او تر هره کودتا وروسته موږ ارزښتونه نور هم له لاسه ورکړل او په افغانستان کې د هرې کودتا په کېدو سره دغه ارزښتونه او پرتوکول نور هم زیانمن شول او له لاسه مو ورکړل.

نن موږ باید له ګاونډیانو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو پر جوړولو باندې کار وکړو، ځکه دغه اړيکې هم زيانمنې شوې دي، موږ مجبور یو چې خپل پوځ بېرته ورغوو او د دولت له لوري د مشروع قوې استعمال انحصار شي او باید همداسې وي.

ځکه خو موږ په ملي کچه د تغییراتو پیل وکړ او په ولسوالیو کې  مو له هغو کسانو کار شروع کړ چې با نفوذه وو، له دې لارې موږ هغه ډول حکومتداري راولو چې هر څوک يې غواړي.

دغه راز د دې وړتیا ولرو چې قانون او عدالت عملي کړو، هغه څه چې زموږ د خلکو لومړنۍ او اساسي غوښتنه ده.

په ډيپلوماټيکه برخه کې موږ له خپلو ګاونډيانو، سيمې او نړۍ سره تعامل وکړ، ځکه دغه ربړه چې پيل شوه، وروسته وروسته لويه او په سيمه او نړۍ کې نيابتي جګړه ترې جوړه شوه.

د دې منازعې د حل لپاره وروستۍ مګر مهمه لاره سياسي حل دی چې موږ مخکې له مخکې تمرکز ورباندې کړی دی.

په افغانستان کې د سولې د پروسې مفهوم دا دی چې له سياسي مذاکرې وروسته طالبان په حکومت کې شامل کړل شي، موږ ښايي په دې پروسه کې د حکومت سيسټم ته داسې بڼه ورکړو چې ټول افغانان ځانونه پکې وويني او د دوی د افکارو استازيتوب وکړي.

بنا این برای ما مهم است که همه آن ارزش های ګذشته را جمع کرده و بسازیم. در این امر نقش جامعه جهانی بسیار مهم و حیاتی است. اخیرا ما کنفرانس جنیوا در مورد افغانستان را داشتیم که جامعه جهانی درآن ۱۳ میلیار دالر را با افغانستان متعهد شدند که من از نمایندګان آن کشور های که اینجا تشریف دارند و برای آینده ما سهم سخاوتمندی ګرفتند تشکری می کنم.

موږ هيله‌من يو چې دغه کار افغانستان د ثبات خوا ته بوځي چې له ځان او ګاونډيانو سره په سوله کې واوسي.

موږ بايد د خپلو ګاونډيانو پر ونډه باور شو، ځکه تر اوسه د جنګ له لاسه ۵ ميليونه افغانان په ايران او پاکستان کې د مهاجرت ژوند تېروي، ځينې يې اروپا، امريکا او کاناډا ته اوښتي او يو شمېر يې په منځني ختيځ کې دي.

دا مو یوازې مالي مرسته نه وه چې د افغانستان خلکو، حکومت او اقتصاد اړتیا ورته لرله، دا له افغانستان او افغانانو سره د دغې منازعې د ختمولو لپاره د نړیوالو سمبولیک ملاتړ وودا لاره اوږده ده خو دا شونی او منطقی ده چې د یو بل سره یو شو.

موږ ته مهمه ده چې د خپلو ارزښتونو ټولګه ولرو او و يې ساتو. په دې برخه کې د نړيوالې ټولنې نقش خورا اړين دی. موږ په دې وروستیو کې د افغانستان په هکله جنيوا کنفرانس درلود چې نړيوالې ټولنې پکې ۱۳ ميليارډه ډالره مرستې ته ژمنتيا پکې اعلان کړه. زه د هغو هېوادونو له استازيو چې دلته حضور هم لري، مننه کوم، ځکه دوی زموږ د راتلونکې په جوړولو کې په برخه کې سخاوتمندانه برخه راسره واخيسته.

اوس موږ له ۲۰ کاله وروسته داسې حکومت لرو چې خپلو خلکو ته مسوول دی، موږ داسې پوځ لرو چې د خپلواکي او پر ځان بسياينې لپاره یې کار پيل شوی دی.

دا مهال زموږ ۹۶ سلنه نظامي چارې او عملیات زموږ وسله‌وال پوځ پخپله کوي، د اطلاعاتو له را جمع کولو نيولې، تر پلان جوړولو، اجرا، تدارکاتي او هوايي ملاتړه ټول پخپله کوي. دا چارې اوس دوی له بين المللي نظامي ملاتړه پرته سمبالوي چې مجرمان عدالت ته را کاږي.

دا یو کوچنی ګام نه دی، ځکه موږ خپل سرتېري قرباني کړي او موږ خپلې موخې ته چې د مشروع قوې استعمال دی نږدې شوي  یو.

موږ د خپلو پوځيانو د مالي ملاتړ لپاره لا هم نورو ته اړ يو، خو پر دې کار کوو چې په راتلونکي کې خودکفا وسله‌وال پوځ ولرو.

موږ د خپلو اوسنيو ستونزو د حل لپاره پر پخوانيو حل‌لارو تکيه نه شو کولای.

زه خپلې خبرې په دې جمله پای ته رسوم؛

د منازعې د حل لپاره لاره ومومئ، خو مهمه دا ده چې واقعي حل‌لاره په مناسب وخت کې عملي کړو.