په رایزینا کنفرانس کي د افغانستان د اسلامي‌ جمهوریت د ملي امنیت د سلاکار ډاکټر حمدالله محب د وینا متن

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 په رایزینا کنفرانس کي د افغانستان د اسلامي‌ جمهوریت د ملي امنیت د سلاکار ډاکټر حمدالله محب د وینا متن

 

 نوی ډهلي ۲۰۲۰

 نه ماتېدونکي کېدل: افغانستان څه ډول په یو نا معلوم حالت کي مخته ځي.

ښاغلی لومړی وزیر درنو استازو،  اغلو او ښاغلو،

زما لپاره د ویاړ ځای دی، چي‌ نن ستاسي غوندي د ښو ملګرو او همکارانو د یوه داسي معزز ګروپ په منځ کي یم. زه د هند د بهرنیو چارو له محترم وزارت او څارونکي تحقیقاتي بنسټ څخه مننه کوم،‌ چي داسي یو نوموتی ګروپ یې سره را یو ځای کړی او ماته یې ورته د وینا کولو زمینه مساعده کړې ده.

زه پوهېږم چي ددې سطحي د کنفرانس تنظیم خورا ډېر کار ته اړتیا لري ځکه نو، تاسي ته مبارکي درکوم چي په ښه توګه مو دا چاره مخته وړې ده.‌

راځئ یو څو شېبې د هغو ۱۷۶ افغانانو، کانډایانو،‌ سویډنیانو، ایرانیانو،‌ اوکراینیانو، بریتانویانو او المانیانو ارواح ته دعا وکړو،‌ چي د اوکراین هوايي چلن د ۷۵۲ نمبر پرواز د لوېدلو په ناورین کي یې ژوند له لاسه ورکړی.

د افغان قربانیانو په منځ‌ کي یوه داسي تازه واده سوې جوړه هم وه،‌ چي د میني او خوښۍ ډک ژوند ته یې امادګي نیول، هغه ژوند چي دوی هیڅ‌ کله تر لاسه نکړی.

لکه څنګه چي ددې کنفرانس په ټولو ګروپونو او پانلونو کي هم په ډاګه سوه، زموږ نړۍ د داسي ناڅاپې پېښو منونکې ده، چي کولای سي بې ثباتي،‌ خطرونه او نامعلوم حالت رامنځته کړي. داسي یو حالت احتیاط، زغم او د مشترکو ګټو تعریف ته اړتیا لري، څو موږ وکولای سو‌د هغو ګډو او تعریف سوو منافعو پر اساس ایتلافونه او ګډي پالیسۍ رامنځته کړو. خو دا کار یوې خاصي او خلاقي خوشبینۍ ته هم اړتیا لري. ځکه هر چیري چي ننګونه سته، هلته فرصت هم سته. لبنانی متفکر- فیلسوف نسیم نیکولاس طالب له سختیو څخه قوت اخستونکو ادارو ته د نه (ماتېدونکو) نوم ورکوي. د هغه په نظر دا نه ماتېدونکی حالت له ګډوډیو سرچینه اخلي.

زه په دې باور یم،‌ چي د تېرو څو اوونیو پېښي نړۍ ته دا پیغام ورکوي، چي باید د مسؤلي دولت مدارۍ، ګاونډیتوب، د اختلافاتو د حل سوله ییزو لارو او د اختلافاتو د ختم اساسي اصولو او خطوطو ته احترام او بیا مراجعه وسي.

موږ کولای سو دې تجربه سوو او رښتینو اصولو ته مراجعه وکړو او له اوسنۍ ګډوډۍ څخه په قوت سره راووزو.

 

ولسمشر غني په افغانستان کي‌ پر خپلو ګاونډیانو او شریکانو ټنګار کړی،‌ چي بې ثباته شرایطو ته سوله ییزي حل لاري پیدا کړي. ‌دا ټنګار مو یوازي د خپلو ملي منافعو په خاطر نه دی، بلکه په دې خاطر هم دی، چي دا اصول د ملګرو ملتونو په منشور کي ذکر سوي او د نسلونو راهیسي د نړیوالو معادلاتو اساسات دي.

موږ د یوه ملت په توګه په تېرو څلورو لسیزو دا زده کړه،‌ چي څه ډول ګډوډۍ ددې باعث کېږي، ‌چي ډېر څه د لاسه ورکړو،‌ خو دا مو زده نکړل، چي څه ډول له داسي یوه حالت څخه ګټه هم وکړو.

افغانستان د تېرو څلوېښتو کلونو په اختلافاتو کي هیڅ کله دغه نه ماتېدنکی حالت تر لاسه نکړی، موږ هیڅ کله له ګډوډیو څخه د قوت حالت ته نه ولاړو، بلکه نور هم په مشکلاتو کي‌غرق سو. موږ هیڅ کله ونه توانېدو چي خپل خلک او جغرافیه د سیمه ییزو او نړیوالو قدرتونو د نفوذ او د هغوی د خپلو اجنډاوو له تطبیق څخه وساتو، موږ هیڅ وخت ونسوای کړای، چي د خپلي تنوع قوت مهار کړو، هیڅ کله ونه توانېدو چي له خپل جیو-سیاسي موقعیت څخه  په ننۍ نړۍ کي ګټه پورته کړو او دا چاره د بدبختۍ پر ځای په فرصت بدله کړو.

خو اوس هغه ورځي تېري دي. په تېرو کلونو کي شرایطو مثبت لوري ته تغیر کړی. هغه افغانان چي په جنګ او کډوالۍ کي پیدا او لوی سوي، د حالاتو په اړه بېل نظر لري. موږ په افغانستان کي د سولي د امکاناتو په اړه  بد بین نه یو، موږ د افغانستان د اقتصادي ظرفیت او مخته وړاندي تګ په اړه له هڅو ستړي نه یو او موږ د خپلو سیاسي جوړښتونو د بقا په اړه شک او شبهه نه لرو.

موږ ژمن یو،‌ چي د نامعلوم حالت له منځه فرصتونه رامنځته کړو او پر لاره د سته ننګوونو د خطرونو او ګواښونو په اړه له اندېښنې پرته مخ پر وړاندي حرکت وکړو.

او موږ اوس د خپلو خواریو او پر افغانستان د اعتقاد درلودلو پایلي ګورو، په خاصه توګه د امنیت، سیمه ییزو همکاریو او سولي په برخو کي.

تر ټولو وړاندي او مهم کار زموږ په هیواد کي د سولي راتګ دی. زموږ خلک تر اوسه هم د هغې ورځي په تمه دي، کله چي دوی وکولای سي خپل اولادونه ښوونځیو ته ولېږي او د تروریزم له وېري پرته د خپلو خپلوانو لیدلو ته ولاړ سي.

سوله به زموږ خلکو ته د جنګ او تاوتریخوالي د ختم په معنی وي، ځکه نو موږ په ټنګار سره وایو،‌ چي اوربند د سولي خبرو ته د لازمو شرایطو د اماده کولو په خاطر مهم دی.

تاوتریخوالی او تروریزم زموږ په ټولنه کي پلویان نلري،‌ سوله او ابادي یې لري. اوربند د پایداري سولي مهم عنصر دی ځکه دا د افغانانو غوښتنه ده او ترڅنګ یې زموږ خلک او حکومت ډاډمنوي،‌ چي زموږ دښمنان هم نه یوازي دا چي د سولي د راتګ په اړه رښتیني‌دي، بلکه ددې وړتیا هم لري چي د سولي په ممکنه تړون کي خپل مسؤلیتونه سرته ورسولای سي.

په داسي حال کي چي سولي ته زموږ هڅي د قوي کېدو په حال کي دي، موږ هیله لرو چي له خپلو همسایه ګانو او شریکانو څخه هم همکاري تر لاسه کړو تر څو پایداره سوله ولرو. د نړیوالي ټولني لپاره د تلاښونو په اوسني دور کي افغانستان د ګډ عمل خورا نادر فرصت اماده کوي. ځکه د سولي لپاره زموږ ملي هڅه د سیمي او نړۍ لپاره هم ګټي لري.

د یوه داسي هیواد په توګه چي د تروریزم سره په جګړه کي‌ په لومړي صف کي قرار لري، زموږ بریا د نړۍ لپاره هم ګټي لري. دا هم د همکاریو یوه ښه شروع او هم پر ګډو منافعو د سره راټولېدو یو عالي محور کېدای سي.

خو مهمه ده،‌ چي ددې یوې موضوع په اړه هیڅ ابهام وجود ونلري: موږ په عین توګه چي د سولي لپاره خلاصه غېږ لرو، په همدې توګه د تاوتریخوالي پر ضد درېدو ته هم کلکه اراده لرو. تروریزم او تاوتریخوالی به هیڅکله بری ونه مومي. افغان ملت د تروریزم او تاوتریخوالي پر ضد په قاطعیت سره ولاړ دی.

افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو دافغان ملت دا عزم ثابت کړی دی. دوی اوس تر بل هر وخت ډېر زموږ د مخالفینو ځپلو ته اماده دي. نړۍ ولیدل چي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څنګه د ولسمشریزو ټاکنو امنیت وساتی او زموږ خلکو ته ئې زمینه برابره کړه، چي پر جمهوریت او ډیموکراسۍ بیرته خپل باورونه ترمیم کړي.

د رايي اچوني تر بریالۍ پروسې وروسته، د ټاکنو کمېسونونو د رایو شمېرلو پروسه بشپړه کړه، لومړنۍ پایلي یې اعلان کړې او اوس کار کوي،‌ چي د ټاکنیزو قوانینو په رڼا کي د بې نظمیو او ټاکنیزو درغلیو راپورونه وڅېړي. پداسي حال کي چي لا هم وروستیو پایلو ته انتظار کوو،‌ موږ په هیواد کي د ډیموکراسۍ د تقویې په هدف د ټاکنیزو کمېسونونو د نه ستړې کېدونکو هڅو ستاینه کوو.

زموږ زوړورو امنیتي ځواکونو په تېرو څو میاشتو کي د هیواد په کچه د دښمنانو په مقابل کي بریالي عملیات کړي‌، هغوی ته یې ماته ورکړې او هغه سیمي یې بیرته ورڅخه نیولي،‌ چي د کلونو په اوږدو کي د دوی تر وحشت لاندي وې.

افغان ځواکونو ۸ ولسوالۍ د مخالفینو څخه بیرته نیولي، جنګ یې د مخالفینو تر مراکزو رسولی او د طالبانو نظامي تحرک او قوت یې له منځه وړی دی.

افغان ځواکونو د محاربوي عملیاتو په نتیجه کي د هیواد خیتځ ولایتونه چیري چي داعش په کلونو پر سیمه ییزو ولسونو وحشت کاوه،  تقریباً په کامله توګه ددې ډلي له حضور څخه پاک کړل. ددې نظامي فشار په نتیجه کي تر ۶۰۰ ډېر داعش جنګیالي تسلیم سول، د دوی مراکز پاک او پټن ځایونه یې خالي سول.

ددې ساحو ډېری اوسېدونکي چي اوږده موده ځپل سوي او تر ظلم لاندي ول، اوس بیرته خپلو پخوانیو مېنو او ژوند ته راګرځي، کرهڼه کوي او خپلو کورنیو ته ډوډۍ پیدا کوي. حکومت د دوی سره د ژوند بیا جوړولو په برخه کي اړیني مرستي کوي.

پرېږدئ چي زموږ د امنیتي ځواکونو پرمختګونه هغوی ته چي زموږ د ډیموکراسۍ تر پښو لاندي کولو او د تاسیساتو د ضعف لپاره جنګ کوي یو پیغام ولري: دا، ‌چي د افغانستان خلک او حکومت امادګي لري، چي د سولي خبري وکړي. خو که تاسي دې دعوت ته منفي ځواب ورکړی، نو بیا د افغان ملت له ټول قوت سره مبارزې ته اماده واوسئ.

آغلو او ښاغلو،

ددې شخړي او ټولو لومړیتوبونو په منځ‌ کي، موږ پر اقتصادي پرمختګ باندي هم تمرکز کړی دی، په ځانګړې توګه د هغو سیمه ییزو لارو او جوړښتونو څخه مو ګټه پورته کړې،‌ چي په لسهاوو کلونه غیر فعال وو.

د سولي د هڅو ترڅنګ، افغانستان په تدریجي توګه د همکاریو، نښلوني او پرمختګ په یوه سیمه ییز مرکز بدلېدونکی دی.

و لسمشر غني د لرلید مطابق، موږ افغانستان په وچه کي د مهار هیواد څخه د وچي په نښلوونکي هیواد باندي بدلوو،‌ یو داسي هیواد چي د سیمه ییزي نښلوني او تجارت په څلور لاري بدل سي. د لاجوردو لار او هوايي دهلېزونه وار له مخکي د سویلي او مرکزي اسیا په کچه د خلکو،‌ سوداګریزو توکو او نظریاتو د انتقال لپاره نوي لاري پرانیزي او اقتصادي ودي ته زمینه برابروي.

د انرژۍ، سوداګرۍ او ټرانسپورټ په برخو کي لويي څو ملیتي پروژې، چي افغانستان یې په محوریت کي قرار لري زموږ د ټولییزي ګټي په نیت بلاخره اوس په سیمه ییزو سرحدونو کي د تطبیق په حال کي دي. موږ د دوه اړخیزو همکاریو د بهترۍ او هوايي دهلیزونو په مرسته وتوانېدو،‌ چي یوازي له هند سره له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسي خپله سوداګري درې برابره زیاته کړو.‌دا یوازي د یو لوی ظرفیت څخه د ګټي اخستني پیل دی.

موږ هیله لرو چي دا او ځیني نوري پروژې به زموږ د هیواد د اقتصادي شګوفایۍ په برخه کي‌ پرېکنده رول ولوبوي، مشخصاً په داسي یو وخت کي چي موږ تلاښ کوو د څو ملیتي همکاریو داسي یو بنیاد ایجاد کړو،‌ چي پر اساس به یې زموږ بریا د سیمي‌او نړۍ لپاره هم ګټي ولري.

موږ په تیرو پنځو کلونو کي د خپلو شریکانو او متحدینو د سخاوت او تعهد په برکت په یادو برخو کي پرمختګونه کړي دي. هندوستان یو له هغو کلیدي شریکانو څخه دی، چي د باثباته، سوله ییز او پرمختللي افغانستان لپاره یې زموږ له خلاق لرلیده ملاتړ کړی دی.

زموږ د افسرانو په روزنه، د نظامي تجهیزاتو په ورکړه او په معتبرو پوهنتونونو کي زموږ ځوانانو ته د زدکړو زمیني مساعدولو په برخه کي د هند کومکونه خورا حیاتي رول لري.  هند زموږ سره مرسته کړې، چي د اوبو، کرهڼي، روغتیا او حکومتدارۍ په برخو کي مهم تاسیسات ورغوو. افغانستان د وړاندي تګ لپاره دغه ډول مرستو ته اړتیا لري. دا مرستي نه یوازي د افغانستان، بلکه د هند او سیمي لپاره هم ګټوري دي.

پداسي حال کي چي هندوستان د پوځ ورځ نمانځي، موږ غواړو په نړۍ کي ددې هیواد د مثبت رول او د ګډو انساني ارزښتونو په دفاع، د سولي په ساتنه او بشردوستانه همکاریو کي د هندي پوځ د رول ستاینه وکړو.

زه په دې فرصت کي له اسټرالیا سره، چیري چي زړه ور اور وژونکي او رضاکاران د هیواد په کچه له ویرانوونکي اور سره مبارزه کوي زموږ د خواخوږۍ او ملاتړ مراتب وړاندي کوم.

پداسي حال کي چي موږ ددوی له قربانیو زړه ورتیا او الهام تر لاسه کوو، موږ تم کېږو او په دقت سره هغه تاثیرات ګورو،‌ چي اقلیمي بدلون یې زموږ پر چاپېریال او ممکن پر ټول بشریت باندي ولري.

د اسټرالیا په شان افغانستان هم له یوې داسي وچکالۍ څخه تېرېږي، چي زموږ د بزګرانو او د هغوی د کورنیو معیشت یې په خطر کي اچولی دی. د افغانستان د پایداره انکشاف اهداف د پایداره انکشاف لپآره د هغولارو چارو مهم ضرورت په ګوته کوي، چي د بشر د بقا لپآره حیاتي دي.

موږ په مادرید کي د تېر ډیسمبر د ډلو/پارټیانو په ۲۵م کنفرانس کي د سوو پرمختګونو په اړه خبر یو او هیله لرو، چي باقي مانده ستونزي به په دې کال کي حل سي.

د اقلیم تغیر او تاثیر موږ اړ کړي یو، څو د خپلو طبعي منابعو د ساتني، ګټي اخستني او غني کېدني لپاره پر نوو لارو چارو فکر وکړو، په ځانګړې توګه زموږ د پرېمانه اوبو د منابعو په اړه چي د کلونو په اوږدو کي زموږ له کنټروله پرته کارول سوي دي.

یو وار بیا غواړم ووایم، موږ ځانونه اړ کړي څو خوشبینانه او خلاق فکر وکړو، چي څنګه د هغو شرایطو څخه اعظمي ګټه پورته کړو، چي په تېر کي زموږ د کمزورۍ او ماتي باعث سوي.

اغلو او ښاغلو،

افغانستان پداسي حال کي نوی کال پیلوي، چي د امنیت، سولي او ډیموکراسۍ په برخو کي یې محسوس او ثابت پرمختګونه کړي. موږ د جنګ په ډګر کي یرغلیز موقف او د خپلو ځواکونو د تیارسئ حالت ته دوام ورکوو،‌هغه ځواکونه چي نه یوازي د افغانستان، بلکه د سیمي او نړۍ د امنیت لپاره د جګړې د ډګر رهبري پر غاړه لري.

سره له دې چي موږ په شخړه کي یو، خو موږ متفاوت او مثبت فکر او ‌د اقتصادي خودکفايۍ لپاره پرمختګ کوو.‌ دا پرمختګ په ځانګړي ډول د سیمه ییزو بسترونو او همکاریو څخه په ګټه اخستني سره کوو.

موږ په عین حال کي په جدي،‌ خو عملي توګه سره د پایداره سولي په لټه کي یو، کمه چي د افغانستان د خلکو او دولت لومړیتوب دی.

موږ دې نوي کال ته خوشبین یو،‌خو په عین وخت کي هغه نامعلوم حالت او بې ثباتۍ هم له نظره نه باسو، چي زموږ د راتلونکي په تعین کي به تاثیر ګزاره وي.

زموږ مخه نسي نیول کېدای. موږ افغانان له دې نامعلوم حالت څخه د پټېدو او یا پر شا کېدو په لټه کي‌نه یو.موږ اړ یو، چي دا حالت را خپل کړو، خو له دې هیلي سره، چي افغانستان هم یو داسي نه ماتېدونکی ملت کېدای او زدکړه کولای سي، چي څه ډول تر ۴۰ کاله تاوتریخوالي وروسته له چارچاپېره ګډوډیو څخه په قوت سره راووزي.

 

موږ افغانان په دې نامعلوم حالت کي خطر هم قبلوو. موږ خطرونو ته غاړه ږدو څو سوله راولو، ډیموکراسي تقویه کړو، فرا مرزي اقتصادي فرصتونه ایجاد کړو او امنیت تامین کړو.

موږ دا خطر ځکه قبلوو،‌ چي بل هیڅ انتخاب نلرو،  خو دا خطر له دې خاطره منو،‌ چي موږ د افغانانو پر قوي اراده باور لرو،‌ چي سوله به راولي، ‌ډیموکراسي به ساتي‌او پرمختګ ته به دوام ورکوي.

موږ خپلو ګاونډیانو او نړیوالو شریکانو ته دعوت ورکوو،‌چي زموږ سره یو ځای دا خطر قبول او د سولي، نړیوال امنیت او سیمه ییزي ښېرازۍ لپاره زموږ ګډو هڅو ته دوام ورکړي.

 

مننه