د سیمې هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو دویمه ناسته کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د بشپړې وینا متن:

{مسوده}

د سیمې هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو دویمه ناسته کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د بشپړې وینا متن: 

 

اصلي پیغامونه:

1.     درنو حضارو؛ هغه سیمه چې مونږ او تاسو په کې اوسو، هم د" فرصتونو" له اړخه او همد د "ګواښونو" له اړخه، د سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو لپاره له ځانګړي ارزښت برخمنه ده.

2.     د انرژۍ د مختلفو سرچینو لرل، د نړۍ نورو برخو ته د برېښنا د لېږد کلیدي لارې، د کار ځواک، ځوان نفوس، د سوداګریزو توکو تولید، هغه استثنايي فرصتونه  دي چې زمونږ او ستاسو سیمې ته ارزښت وربښي.

3.     ترهګري،  بنسټپاله تاوتریخوالی، نشه يي توکي، له غیر دولتي لوبغاړو د یو شمېر دولتونو ملاتړ، چې سیمه کې د بې ثباتۍ لامل کېږي، هغه ګواښونه دي چې زمونږ او تاسو د سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کوي.

4.     له بده مرغه، افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د زیاتو پرمختګونو تر څنګ يې له سیمه ییزو ګواښونو تر بل هر چا زیات زیان لیدلی دی.

5.     نن، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه نه یوازې خپل هېواد کې د سولې او امنیت تامین لپاره مبارزه کوي، بلکې د سیمې د ثبات او امنیت تامین پخاطر هم په مبارزه بوخت دي.

6.     له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ، افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین یواځینۍ لار ده چې دغه ثبات، د سیمې امنیت او ثبات هم دی.

7.     د  افغان ځواکونو وړتیاوې ورځ تر بلې لوړېږي، چې د ترهګرو د ځپلو لار کې زیاتې لاسته راوړنې لري.

8.     زمونږ حکومتي بنسټونه، تر ټولو مهم د افغانستان خلک له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي چې همدا چاره زمونږ د سرتېرو د بریالیتوب او اتلولۍ لامل شوې ده.

9.     مونږ د یو ملت او نظام په توګه، خپل هېواد او سیمه کې د ترهګرۍ د ماتولو او د سولې تامین لپاره ملا تړلې ده.

10.            د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د روان کال د نومبر میاشتې جریان کې د سلګونه  داعش وسله والو تسلیمېدل زمونږ د پیاوړې ارادې او د امنیتي ځواکونو  د لوړ ظرفیت ښکارندوي کوي.

11.            د داعش ډلې ددې کسان تسلیمېدل، مهمه امنیتي پېښه وه او د نړۍ په هېڅ څنډه کې داعش دغسې ماته نه وه خوړلې.  مونږ له ولسي او نظامي ځواکونو څخه په یو ډول ګټه پورته کړه او په دې مهمه پېښه کې د ننګرهار خلکو اساسي ونډه درلوده.

12.            ننګرهار کې د داعش ماته د کورنو او ښارونو په ړنګولو ترسره نه شوه ـ بلکې د افغانستان د حکومت او خلکو له لوري د مختلفو نظامي او غیر نظامي کړنلارو په استفادې دغه چاره ترسره کړه، چې ددې موضوع درک له خورا اهمیت برخمن دی.

13.            د داعش په ماتولو کې د خلکو ونډې وښوده چې داعش او نورې هېڅ ترهګریزې ډلې افغانستان کې ځای نه لري.

درنو حضارو!

14.            ما یوه میاشت وړاندې د همګټو هېوادونو غونډه کې چې د ښاغلي پټروشیف په کوربه توب مسکو کې جوړه شوې وه، خبرې وکړې او څرګنده مې کړه چې په افغانستان کې د نړیوالې ترهګرۍ ماتول د طالبانو د ستونزې له حل پرته ډېر ستونزمن کار دی. طالبان د داعش او القاعده تروریستي شبکو تر څنګ، یو له هغو ډلو څخه ده چې نورو ترهګریزو ډلو ته يې د اورپکو ـ ترهګریزو عملیاتو فضا برابره کړې ده.

15.            طالبان په محلي سیمو کې ښه بلد دي، په ژبه او فرهنګ یې پوهېږي. طالبانو سیمه ییزو ترهګرو ته چې هغه کې د منځنۍ آسیا، د قفقاز سیمې، سویلي آسیا، د عربي هېوادونو، چین، ایران او آن د لیرې پرتو هېوادونو ترهګر شامل دي، د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

16.            په دې اساس، د طالبانو ستونزې ته باید د یوې کلیدې مسلې په توګه پاملرنه وشي. البته دا په دې مانا نه ده چې مونږ دې له نورو ترهګریزو ډلو سره تر هغې مودې کار ونه لرو ـ بر عکس د طالبانو د ستونزې حل جریان کې،  له توپیر پرته پر ټولو ترهګریزو ډلو زمونږ تهاجمي بریدونه روان دي او راتلونکي کې به هم دوام ولري.

17.            تاسو شاهدان یاست چې مونږ یو ځل بیا په دې وروستیو کې پر ETIM  ډلې او داعش د افغانستان شمال ختیځ کې سخت بریدونه کړي او هغوی ته مو زیان ور اړولی. یو شمېر يې پاکستان ته وتښتېدل، ځینې یې ووژل شول او یو شمېر نور يې بیا د طالبانو لیکو ته لاړل. 

18.            هماغسې چې موږ په تېر کې د سیمې هېوادونو د یو شمېر ترهګرو په نیولو او د هغوی په تسلیمولو سره ثابته کړې چې د سیمې هېوادونو سره همکار یوو، نن هم اعلانوو چې له ترهګرو سره د مقابلې په برخه کې به زموږ همکاري، د سیمې په کچه دوام ولري.    درنو همکارانو،

19.            د افغانستان دولت دننه افغانستان کې یو سوله ییز حل ته د رسېدو لپاره، د ګاونډیو هېوادونو، سیمې هېوادونو او نورو سیمه ییزو او نړیوالو همکارانو د مرستو هرکلی کوي.

20.            په دې وروستیو کې، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس جلالتمآب محمد اشرف غني د سولې اووه ماده ییز پلان اعلان کړ، چې  هغه کې د افغانستان او سیمې د سولې په اړه کرښې او اصول څرګند شوي دي.

21.            افغانستان کې سوله یواځې له طالبانو سره د مذاکراتو په مانا نه ده. مذاکرات زمونږ د سولې یو له مهمو برنامو څخه ده؛ خو مونږ باید د سولې د تل پاتې کېدو لپاره هم فکر وکړو.  د سولې د هوکړه لیک تطبیق لپاره مونږ اړتیا لرو چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت بنسټونه پیاوړي کړو. له سولې وروسته د تاوتریخوالي د مخنیوي او د هغو فکټورونو د رېښو وچولو لپاره چې له جګړې سره مرسته کوي اړتیا ده چې سیمه ییزې شخړې يې حل کړو.

22.            بناء، سوله یوې هر اړخیزې او ټولشموله برنامې ته اړتیا لري چې په یاد شوي سند کې تشریح شوې ده.

23.            د سولې د اووه ماده ییز سند په رڼا کې زمونږ راتلونکي ګامونه په لاندې
ډول دي:

1)    د سیمه ییزو مشورو  راټولول چې هیله مند یم راتلونکي جنوري میاشت ترسره شي.

2)    د داخلي اجماع د تقویت لپاره د ملي مشورو ترسره کول.

3)    د سولې ډیالوګ لپاره د نړیوالو همکارانو هڅول.

4)    له طالبانو سره رسمي او مستقیمو مذاکراتو ته بشپړ چمتووالی.

24.            مونږ له خپلو سیمه ییزو همکارانو تمه لرو چې له دغې افغانستان ـ محوره برنامې څخه ملاتړ وکړي.

 

درنو حضارو،

1.     زه خپلې خبرې پر همدې ځای پای ته رسوم او له تاسو یې اورم:

2.     په پای کې یو ځل بیا غواړم د ډاکټر شخماني  له ښه کوربتوب مننه وکړم.

3.     همدا شان، غواړم د دوست هېوادونو تاجکستان او ازبکستان د ښاغلیو سیالانو او سلاکارانو له راتګ مننه وکړم.

4.     وړاندیز کوم چې زمونږ دغه خبرې اترې په راتلونکي کې هم دوام پیدا کړي او په همدې چوکاټ کې وکولای شو د ژور بحث لپاره د ملي امنیت سلاکارانو د مرستیالانو یوه ډله جوړه کړو.

5.     له پاملرنې مو مننه!