د ناپیېلو هېوادونو غورځنګ سرمشریزه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب بشپړه وینا

بسم الله الرحمن الرحیم

رئیس صیب؛

د بهرنیو چارو محترمو وزیرانو،

آغلو او ښاغلیو،

ویاړم او خوښ یم چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت په استازیتوب، د ناپیېلو هېوادونو د غورځنګ سرمشریزې په اتلسمه ناسته کې، دلته د باکو په ښکلي ښار کې تاسو سره یو ځای شوم.

لطفآ اجازه راکړئ چې د دې مهمې ناستې د کوربتوب له امله د اذربایجان جمهوري دولت او همدا شان ددې جنبش د اتلسمې سر مشریزې دولتونو ته، خپلې نیکې پېروزینې او قدر داني وړاندې کړم.

اجازه راکړئ چې تېرو کلونو کې د ناپیېلو هېوادونو د غورځنګ سر مشریزې د ریاست له امله د  ونزوېلا له جمهوریت مننه وکړم.

د ناپیېلو هېوادونو غورځنګ غړیو سره ددې اوونۍ پېښې مهمې او پر ځای دي، ځکه مونږ ټول راغونډ شوي وو تر څو په ټولیز ډول هغو ستونزو باندې خبرې وکړو چې  سیمه کې نن روسره مخ یوو، سیمه او نړۍ سولې او نړیوال امنیت، له اقلمي تغییراتو سره مبارزه، د طبیعي پېښو مدیریت او د فقر د کچې ټيټوالی هغه مهم موضوعات دي چې د سیمې او نړۍ لپاره مهم او اړتیا ورته لري.

په پیل کې، اجازه راکړئ د نړۍ د هر ګوټ له کړېدلو خلکو سره خپل پیوستون وړاندې کړم، افغانستان د هغه هېواد په توګه چې کلونه کېږي د شخړو د تاثیر لاندې دی او د هغه له درد او ځورېدو په بشپړ ډول پوه دی، مونږ د فلسطین، روهینګا، سوریې او نور هغه خلک چې له جګړو کړېږي، پیوستون وړاندې کوم.

رییس صیب،

افغانستان هغه هېواد دی چې د ستونزو سربېره، هغه ارزښتونو ته انعکاس ورکوي چې ددې غورځنګ په اساسي اصولو کې ځای لري. د افغانستان د خلکو په څېر هېڅ خلک نشته چې په سختو شرایطو کې د ولسواکۍ، بشر حقونو، د قانون حاکمیت، سولې او پرمختګ په اړه خپله ټینګه ژمنه ښکاره کوي.

درې اوونۍ مخکې، د افغانستان زړور خلک د ترهګرۍ پر وړاندې دفاع کې، له خپلو کورونو راووتل تر څو ولسواکۍ، خپلواکۍ، سولې او پرمختګ ته رایه ورکړي.

طالبانو د ټاکنو پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ، په اصل کې، دا جنګ زمونږ د هغو هېوادواولو پر وړاندې و چې د رایې ورکوونې لپاره له خپلو کورونو بهر شول.

د خلکو رایه به د افغانستان نوي او منتخب  دولت ته واک ورکړي چې د ټولنیزو، امنیتي او اقتصادي او بشپړ پاله اړتیاوو د تامین په هدف، خپله ملي  اجنډا تطبیق کړي.

خو له دې ور هاخوا چې کوم نوماند د جمهموري ریاست په ټاکنو کې بریالی کېږي، کولای شم ډاډ ورکړم چې د ټولو لومړیتوب، د سولې د داسې یو جامع بهیر ایجادول دي چې سیاسي هوکړه تر لاسه کړو او د  داسې یوې باعزته سولې تامین دی چې نه یوازې افغانانو ته، بلکې سیمې او نړۍ ته ګټور تمام شي.

زمونږ خلک د سولې غوښتونکي دي او د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت په بشپړ ډول هغه ته ژمن دی.

د افغانستان حکومت د سولې لپاره  د عمل ابتکار لاس کې اخیستی دی، د ۲۰۱۸ کال په فبرورۍ میاشت کې طالبانو ته د ولسمشر غني لخوا له شرط او قید پرته وړاندیز نیولې، د ۲۰۱۸ کال په جون میاشت کې د اوربند تر اعلان پورې، همدا راز د ۲۰۱۸ کال په نومبر میاشت کې چې د سولې کومه برنامه اعلان شوه، د افغانستان په ګوټ ګوټ کې له مېرمنو او نارینه وو سره د سولې په تړاو جدي مشورې روانې دي.

نن مونږ د داسې یوې ۷ نقطه يي جامع برنامې د تعقیب په حال کې یوو چې د پرمختګ لپاره ترسره کېږي چې مونږ او زمونږ نړیوالو شریکانو تر اوسه تر لاسه کړی دی.

د پرمختګ په دې لار کې، مونږ په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه د داسې نویو لارو د جوړېدو په لټه کې یوو چې هغه کې ټول په همغږي توګه وکولای شو د تل پاتې سولې لپاره تعامل وکړو.

سوله د طالبانو د ټولو اړخونو رښتینې ژمنتیا ته اړتیا لري، ما درې اوونۍ مخکې ملګرو ملتونو کې په طالبانو غږ وکړ چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي او له افغانانو سره خبرو ته کېني، نن بیا همغه غږ تکراروم.

طالبانو تېرو دوو لسیزو کې نږدې یو څلورم میلیونه افغانان وژلي دي. طالبان باید د افغانانو وژنو ته د پای ټکی کېږدي او له بېړني اوربند سره توافق وکړي.

 د سولې مذاکراتو کې د طالبانو لپاره بدیل انتخاب، د جګړې په ډګر کې د افغانستان له زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مخامخېدل دي، لکه څنګه چې طالبان هم پوهېږي، په دې لار کې به یې دا بې هوده انتخاب وي. د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان د خلکو ویاړ دي او خپل قوت د ټولو افغانانو په ملاتړ تر لاسه کوي.

اغلو او ښاغلو،

د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ټولې سیمې او بین المللي ټولنې د ازادۍ لپاره له نړیوالې  ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړي خط کې دي.

افغانانو زیاته قرباني ورکړې ده چې باید قدر داني يې وشي. د مشترک ګواښ په پېژندلو، زمونږ نړیوالو شریکانو مونږ سره اوږه په اوکه دې جنګ کې جګړه کړې ده او مونږ د هغوی سرښندنو ته درناوی کوو.

مونږ افغانان به لاس په سر نه شو، پوهېږو چې سوله د تر لاسه کولو وړ ده او مونږ د شمولیت او عزت اصولو ته په کتلو، په یو ډول د هغه پر لرو حرکت کوو.

د سولې بهیر تر څنګ، مونږ په عین حال کې د ترهګرۍ، وحشت او ظلم پر وړاندې له خپلو خلکو دفاع ته دوام ورکوو.

رییس صیب،

مونږ اوس مهال په دوو امتحاني دورو کې له اوږدو شخړو او د  اقلیم  تغییر له ګواښونو سره مخ یوو او دا دواړه چارې په سیمه کې بشپړپاله کړکېچونه نور هم زیاتوي.

له مونږ څخه هر یو دلته دې ننګونې ته د رسېدنې مسوولیت پر غاړه لرو. ددې هدف د تر لاسه کولو لپاره، مونږ باید ټولیز اقدامات ترسره کړو چې زمونږ له ټولنیزو ـ اقتصادي، سیاسي او فردي ګټو ور هاخوا وي.

افغانستان زمونږ له مشترکو ستونزو سره د مقابلې لپاره چمتو دی تر څو له تازه مشارکتونو سره، په دوه اړخیزه او څو اړخیزه توګه د نا پییلو هېوادونو د غورځنګ غړیو سره په مشترک ډول کار وکړي او همغږي ولري. مونږ په سیمه کې د انرژۍ او سوداګرۍ تر څنګ، د ټاپي نل لیکې په تړاو نوښت کې له مخکښو رهبرانو څخه یوو، بنآ، مونږ ډېر ښه پوهېږو چې چې متقابلې ګټې هغه مهال تر لاسه کولای شو چې ستونزې په ګډه حل کړو.

مونږ په دې اوونۍ کې د لیدنو پر مهال د همکاریو پر تفصیلاتو بحث کولو ته سترګې په لار یوو.

رییس صیب،

اجازه راکړئ خپلې د هیله مند پیغام په وړاندې کولو پای ته ورسوم.

افغانستان د پرمختګ او ځان بساینې پر لور روان  دی دی، دا هغه څه دي چې د سیمې د ثبات پایه او اساس جوړوي.

مونږ د اتصال، همکاریو او سیمه کې د اقتصادي ودې لپاره خپل لید لوریو ته ژمن یوو او افغانستان د آسیا څلور لارې په توګه، یو ځل بیا خپل مرکزي نقش لوبوي، لکه څنګه یې چې تل همدا کار کړی دی.

د انکشاف، زده کړو، روغتیا، بشر حقونو او د بنسټونو جوړېدو برخه کې د افغانستان د تېرو دوو لسیزو لاسته اوړنې د څو اړخیزو همکاریو پایله ده او د نړیوالو مرستو د ارزښت ښکارندوي کوي.

مونږ به د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو ته دوام ورکړو او په فعاله توګه به د نا پییلو هېوادونو د غورځنګ په څېر، نړیوالو بسترونو کې د همکاریو تقویت پسې وګرځو.

رییس صیب،

راتلونکي ته زمونږ لید لوری ډاډمن دی چې اساس يې زمونږ د خلکو اراده او ستاسو په څېر د نړیوالو شریکانو ملاتړ تشکیلوي

مننه رییس صیب!