د امریکا په اسیا ټولنه کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله وینا

ډېره مننه پروفیسور رابین، سفیر صاحب شارین. له آسیا ټولنې مننه کوم چې د دویم ځل لپاره مې نن کوربه توب کوي. ډېر خوشاله یم چې دلته بیا راغلی یم او په آسیا ټولنه کې د افغانستان له ملګرو او د افغانستان له شاګردانو سره خبرې کوم.

تېر ځل چې دلته راغلی وم او وینا مې وکړه، ځینې کارونه بیا وشول (خندا).

خو درته وبه وایم چې په تېر کال کې مې د ملي امنیت سلاکار په توګه په کومو موضوعګانو پام ورټول کړی و.

ما پدې فکر کاوه چې څنګه شخړه پای ته ورسوو او لومړی څنګه له خپلو شخصي تجربو کار واخلو او پوه شو چې څه پېښ شول. موږ څنګه پدې شخړه کې وده راوکړه او دا مسله څنګه تر دې ځایه راورسېده. او بیا دې موضوع ته د بسنټیز لیدلوري څخه وګورو چې د دې د پای ته رسولو لپاره څه کولای شو.

په افغانستان کې یوه شخړه ده او هغه د افغانستان شخړه خو دا شخړه ډېر بُعدونه او اړخونه لري. موږ داخلي بُعدونه لرو او د داخلي قدرت ځواکونه او ډاینامېکس. خلک د قدرت لپاره جګړه کوي او دا چې هېواد باید د دوی د خواهشاتو مطابق اداره شی. خو موږ تر ډېره ځايي شکایتونو او ګیلې هم لرو چې لږ تر لږه په وروستیو شلو (۲۰) کلونو کې رامنځته شوې دي. او موږ له تېرو څلوېښتو (۴۰) کلونو راهیسې د دې شخړې بېلابېلې نسخې لرلې دي. اقتصادي اړخ يې دی – د نشه يي توکو اقتصاد چې تاسو ډېری یې په اړه پوهېږئ، د دې شخړې په مرکز کې يې ځای لرلی دی. بل، نیابتي جګړې دي چې موږ يې ډېر مهال په اړه غږېدلي یو. هېوادونو شته چې افغانستان يې د خپلو موخو لپاره د یوه پلټفارم په توګه کارولی دی؛ یا په افغانستان کې جګړه تازه ساتي یا په افغانستان کې خپله جګړه پر مخ بیايي تر څو په خپلو وطنونو کې ترې خلاص وي. او دا نیابتي جګړې تر ټولو خطرناکې هغه دي.

په جګړې کې د مبارزې اړوند موږ کومه ستونزه نه لرو. افغانان د خپل ولس د دفاع لپاره چمتو دي. زه هر ورځ له خپلو امنیتي ځواکونو سره ګورم. زه له هغوی سره د جګړې په میدان کې ګورم. زه له دوی سره له ټپي کېدو وروسته په روغتون کې ګورم. زه د دوی د کورنۍ له غړیو سره ګورم. دوی له خپل موقعیت او حالت څخه پښېمانه نه دي. هغه چې ډېر سخت ټپیان شوي هم دي، ما ته وايي چې کله روغ شو او په پښو د ودرېدو توان مو وموند، موږ بېرته سنګر ته ځو او له خپل وطنه به دفاع ته ادامه ورکوو. د دوی هدف ډېر واضح دی او دوی پوهېږي چې ولې هلته دي. او دا قربانۍ د هغه څه د ساتنې لپاره دي چې موږ یې د یوه ملت، یوه وطن او یوه فرهنګ په توګه لرو.

خو کله چې خبره سیاسي اړخ ته راځي، دلته مسله پېچلې کېږي. زه چې تېر ځل دلته وم، د ځینو هغو شیانو په اړه مې عکس العمل وښود چې دلته روان وو. او حقیقت دا دی چې زموږ ډېری مسلې بنسټي دي. مسله د بنسټونو دوام دی تر څو وکولای شي چې د اړتیا وړ حل لاره وړاندې کېږي، او هغه سوله ده.

سوله به راځي، خو دا د مذاکراتو پر لرې پراته مېز نه وي. سوله به راځي او ډېر کوچني قدمونه اخلي او موږ يې هره ورځ وینو. زه به یواځې زموږ د امنیتي ځواکونو یو څو بیلګې درته وړاندې کړم.

موږ یو تړلی پوځ وو او تر ډېره د امریکا په مالي مرسته او همدارنګه تخنیکي ملاتړ، سلامشور او نورو هغو وړتیاوو متکي وو چې دوی لرل. موږ نور دومره ډېره اړتیا نه ورته لرو. زموږ په ټولو امنیتي ځواکونو کې تر ټولو ډېر تړلی ځواک کومانډو او افغان ځانګړی ځواک وو او پولیس، چې په پولیسو کې هم ځانګړی ځواک شته (سي آر یو). موږ کمانډو لرو چې په اردو کې فعالیت کوي. کمانډو یواځې په یوه کال ۱۰۵۷عملیات کړي دي، خو پدوی کې يې یواځې څلور سلنه (۴٪) زموږ د نړیوالو شرکاوو په مرسته ترسره شوي دي. یواځې څلور سلنه. د پولیسو د ځانګړي ځواک، چې تر ډېره له برید وروسته د ساحې د پاکولو لپاره ځي، یواځې اته سلنه (۸٪) ملاتړ يې له بهر څخه شوی دی. دوی د ځینو تر ټولو سختو بریدونو مخه نیولې ده. ستاسو به پر تاج هوټل د بمبيي برید په زړه وي، د ساحې پاکولو ورځې ونیولې. خو له بده مرغه موږ په میاشت کې دغسې یوه برید سره مخ کېږو، او د پولیسو ځانګړی ځواک یا سي آر یو پخپل یواځې ځان ساحه په څو ساعتونو کې تصفیه کوي.  

رامنځته شوي بنسټونه خپله دنده په سمه توګه ترسره کوي تر څو ثبات راوړي، هېواد ته د تاوتریخوالي راوړل د هر چا لپاره ستونزمن کړي، او هغه ساحې تصفیه کړي چې د اورپکو او د هغه ترهګرو لخوا لاندې شوې دي چې غواړي تاسو (امریکا) او له افغانستانه بهر نورو ته زیان ورسوي. دا بنسټي ملاتړ او دا بنسټی پراختیا هم د افغانانو او هم زموږ د نړیوالو شرکاوو د ډېرو قربانیو په پایله کې لاسته راغلې ده، په ځانګړې توګه امریکا، چې له افغانانو وروسته یې ډېر تلفات ګاللي دي.

او موږ اوس پداسې حالت کې یو چې پخپل یواځې ځان دا ډول تصفیوي عملیات ترسره کړو، سیمې تصفیه کړو او ويې ساتو. او کله چې کومه مسله راپېښه شي، موږ ټول کارونه بېرته له سره ارزو او ګورو چې چېرته چارې سمې پرمخ تللې نه دي. نو همدا لامل دی چې موږ بیا د هغو خلکو په وړاندې شدید عکس العمل ښیو چې غواړي په افغانستان کې مؤقتي حکومت او سیسټمونه رامنځ ته کړي. زموږ ډېری شخړې تل د واک د ادامې پر سر دي. موږ بالاخره پر یوه نظام سلا شولو. ډموکراسي د افغانستان وه خو زموږ د نړیوالو شرکاوو په مرسته راوړل شوه. اوس ولسواکي په داسې پړاو کې ده چې موږ ورسره راحت یو او تعامل ورسره کولای شو.

دا چاره کار ورکوي. موږ د واک د ادامې او واک د لېږد لارې چارې لرو او موږ به همدې ته ادامه ورکوو. او موږ فکر کوو چې د سولې تر ټولو غوره پلان دا دی، داسې بنسټونه ولرو چې زموږ خلکو د قانون حاکمیت، حکومتولي او امنیت وړاندې کړلای شي او د دې وړتیا ولري چې د ترهګرو په وړاندې له افغانستانه او ټولو هغو څخه دفاع وکولای شي چې زموږ سره یې د دې نظام په جوړولو کې مرسته کړې ده. او دا هغه څه دي چې موږ په افغانستان کې وروسته له ټاکنو تمرکز ورباندې کوو.

کله چې نوی حکومت جوړ شو، سوله به يې لومړیتوب وي. خو د سولې مانا هغه څه نه ده چې هر کس یې په اړه ښايي فکر وکړي، دا د هغو طالبانو سره چې سیاسي جوړجاړی غواړي یو ساده مذاکرات نه دي، دا پدې مانا ده چې موږ خپل امنیتي ځواکونه پیاوړي کوو، هغه سیمې تصفیه کوو چې د سیمې او نړۍ د ترهګرو ډلو لخوا لاندې شوې دي، او موږ د یوه سیاسي لوبغاړي په توګه عمل کوو. موږ به سیمې تصفیه کوو او د هغو کسانو لپاره به فعالیت ستونزمن کوو چې په نړیواله کچه د نشه يي توکو کاروبار او نور جرمي فعالیتونه کوي.

موږ به په هغو برخو کې حکومتولي لاښه کړو چې د طالبانو لومو ته د خلکو د ورلوېدو لامل کېږي، که هغه د ظرفیت نشتون دی او که هغه په سیسټم کې د فساد شتون. موږ به دا ډول زښته ډېر فعالیتونه ترسره کوو.

سربېره پر دې، موږ له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره کار کوو چې په آسانی وکولای شي نوی افغانستان ومني او تعامل ورسره وکړي او له دوی سره کار وکړو چې دوی خپلو ناخوالو ته هم رسیدګي وکړي. ځکه دا شخړه، لکه څرنګه مې چې وړاندې وویل، هم داخلي او هم بهرني عنصرونه لري.

زما خبرې همدومره وې، ډېره مننه. ډېره مننه شارین.