د هېواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب غازي امان الله خان روغتون کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټپیانو پوښتنه وکړه

د هېواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په داسې حال کې چې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال یې ملتیا کوله، غازي امان الله خان روغتون کې يې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټپیانو پوښتنه وکړه او هغوی ته یې د اختر مبارکي و وېله.

ډاکټر محب له وطن د دفاع په لار کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو قرباني او مېړانه وستایله او ټینګار يې وکړ چې همدا تاسو اتلان یاست چې د ګواښونو سربېره خپل هېوادوال ژغورئ او د افغانستان خلک به هېڅکله ستاسو کړنې هېرې نه کړي.

محب همدا راز د غازي امان الله خان روغتون مسوولینو ته هدایت ورکړ چې د امنیتي ځواکونو د ټپیانو درملنې ته جدي پاملرنه وکړي.