ملي امنیت سلاکار د ځانګړې قطعې د شهید شوي افسر بهرالدین کورنۍ سره ولیدل

د هېواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب پر مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت د طالبانو ترهګریز برید کې د ځانګړو عملیاتو د قطعې شهید شوي افسر بهرالدین د کورنۍ لیدو ته ورغی او د هغه د اتلولۍ او مېړانې ستایلو تر څنګ یې، یادې کورنۍ ته د کوچني اختر مبارکي ووېله.

شهید بهرالدین او همکارانو یې په بریالیتوب سره د مخابراتو وزارت ۲۸۰۰ کار کوونکي د تخلیې او پاکسازۍ په جریان کې له ودانۍ بهر او وژغورل.

د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د هغه پلار ته وویل، ټول ملت ستا د زوی د قربانۍ پور وړی دی او نوموړي د خلکو د ژوند ژغورنې لپاره لوړه بیه پرې کړې ده.