د ملي امنیت سلاکار د ملي پولیسو له پوستې څخه په لیدنه د کابل ښاریانو د امنیت په تامین کې د هغوی میړانې او قهرمانۍ څخه ستاینه وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن ماښام  په داسې حال کې، چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر یې ملتیا کوله د ملي پولیسو له پوستو او کاغوشونو څخه په لیدنه کې هغوی سره د اختر مبارکۍ تر څنګ د هغوی ستونزې واوریدې.

سرتیرو او افسرانو ډاډ ورکړی، چې په ټول توان سره له خپلو خلکو څخه دفاع کوي او نه پریږدي چې دښمن خپلو ناوړو موخو ته ورسیږي.

دملی امنیت سلاکار د هیوادوالو څخه په دفاع کې د سرتیرو دلوړې روحیې، میړانې او قهرمانیو ستاینه وکړه او وویل، په داسې حال کې چې زموږ خلک داختر ورځې له خپلو کورنیو سره تېروي، خو د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونه دهیواد په ټولو برخو کې دخلکو دامنیت د تامین په موخه له خپلو کورنیو څخه لرې تیروي، زموږ ملت له دې خاطره د دوی منندوی دی.