دملی امنیت سلاکار په سردار داوود خان روغتون کې د وسلوال پوځ له زخمي منسوبینو سره اختر مبارکي وکړه

د افغانستان داسلامي جمهوري دولت دملي امنیت سلاکار ډاکټرحمدالله محب په سردار محمد داوود خان روغتون کې دهیواد د وسلوال پوځ دناروغانو او ټپیانو سره د اختر مبارکي او د هغوی د روغتیا پوښتنه وکړه.

د ټپیانو او ناروغانو د عیادت پر مهال ښاغلي محب د امنیت په تامین او د ارضي تمامیت په ساتنه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې وستایلې او وویل، له دې چې د خلکو او وطن د ساتنې لپاره قرباني ورکوی او خپل ټټر سپر کوی، دا له هیواد سره ستاسو خورا مینه ثابتوي، ستاسو له هر یو نه افغانان منندوی دي.

ډاکټر محب ډاکټرانو سره داختر مبارکۍ تر څنګ د روغتون چارواکو او ډاکټرانو ته وویل، چي ټپیانو او ناروغانو ته نوره پاملرنه هم وکړي.