دملی امنیت سلاکار له ایمر جنسی روغتون څخه لیدنه وکړه

د افغانستان داسلامي جمهوري دولت دملي امنیت سلاکار ډاکټرحمدالله محب نن له غرمي وروسته په ایمر جنسی روغتون کې د لوګر ولایت دتیرې شپې د خونړۍ تروریستی برید دټپیانوڅخه عیادت وکړه.

دملي امنیت سلاکار وویل ،جنایتکارانو چې په دوامداره توګه ولسي خلک هدف ګرځوي هیله لرو چې د اختر دغه موقت اوربند د جنګ دپای ته رسیدو او دوامداره اوربندته بدله شي .

ډاکټر محب روغتون چارواکو ته لارښونه وکړه چې ټپیانو ته په رسیدګي کې هیڅ راز هڅه ونسپموي.