‎د ملي امنیت سلاکار د چک جمهوریت له سفیر سره ولیدل

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن په کابل کي د چک جمهوریت له سفیر ايرژي بالون سره ولیدل.

په دې لیدنه کي د افغانستان او چک ترمنځ د اړیکو او همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.

د چک سفیر وویل، چې هیواد یې له افغانستان سره د خپلو همکاریو زیاتوالي او د اړیکو غښتلتیا ته لېوال دی.

د ملي امنیت سلاکار د چک هیواد له مخکنیو همکاریو او دوامداره ښه نیت څخه مننه وکړه او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا هیله یې څرګنده کړه.