‎د ملي امنیت سلاکار د المان له سفیر سره د مخامخ خبرو د ژر پیل په اړه خبرې وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن په کابل کې د المان له سفیر اکسل سایډلر سره وکتل  او د دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پر ژر پیل یې خبرې وکړې.

د ملي امنیت سلاکار او د المان سفیر په دې کتنه کې وویل، چې طالبان باید تر اختر وروسته هم د افغانانو د ژوند ارامش وانخلي او د افغانستان له اسلامي جمهوري دولت سره د سولې مخامخ خبرې له ځنډ او خنډ پرته پیل کړي.

ډاکټر محب په دې لیدنه کې افغانستان سره د المان د فدرالي دولت له همکاریو په ځانګړې توګه د سولې په پروسه کې د دغه هیواد له هڅو څخه ستاینه وکړه.