ډاکټر محب: د خلکو او هېواد ساتل تر ټولو لوی عبادت دی

د هېواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د کوچني اختر په لومړۍ ورځ کابل کې مېشت د ۷۷۷مې ځانګړوعملیاتو قطعې له سرتېرو څخه لیدنه وکړه.

ډاکټر محب د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو له نوامیسو د دفاع په خاطر، د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو نه ستړې کېدونکې هلې ځلې او قربانۍ وستایلې.

همدارنګه د ملي امنیت سلاکار د دې قطعې له وروستیو لاسته راوړنو څخه ستاینه وکړه چې د ځانګړیو عملیاتو په لړ کې یې د طالبانو یو شمېر زندانونه مات او په لسګونه ملکي او نظامي بندیان يې ترې آزاد کړل.

نوموړي په خپل خطاب کې زیاته کړه، چې د خپلو خلکو او هېواد ساتل تر ټولو لوی عبادت دی.