لوړ پوړو امنیتي چارواکو نن د هیواد پر امنیتي وضعیت غونډه وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د امنیتي برخې لوړپوړو چارواکو  نن د هیواد پر عمومي امنیتي وضعیت، پرمختګونو او راتلونکو پلانونو باندې غونډه وکړه.

جلسې ته په راپور کې وویل شوه، چې د قطر د تړون او ټولو نورو هوکړو سره سره هم سږ کال د تېر کال په پرتله جګړې او تاوتریخوالی کم شوي نه دي.

د لوړ پوړو امنیتي چارواکو په نننۍ ناسته کې د هیواد په کچه له هدفي وژنو او جنايي جرمونو سره د مبارزې د شته میکانیزمونو د تطبیق چارې او پرمختګونه هم بیا وکتل او پر ټولو د قانون د یو شان تطبیق او حاکمیت په اړه لازم تصامیم ونیول شول.