د ملي امنیت سلاکار په کابل کې د جاپان له سفیر سره د دواړو هیوادنو پر اقتصادي او پراختیایي اړیکو بحث وکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي امنیت سلاکار په کابل کې میشت د جاپان له سفیر میتسوجی سوزوکا سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو تر څنګ افغانستان سره د جاپان پر اقتصادي او پراختیایي اړیکو بحث او نظرونه یې سره شریک کړل.

دغه راز په دې ناسته کې د افغانستان د سولې په پروسه کې د جاپان پر همکاریو هم خبرې وشوې.