د ملي امنیت سلاکار په کابل کې د کاناډا له میشت سفیر سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن د ویډیو کنفرانس له لارې په کابل کې د کاناډا له سفیر ډیو میټکف سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د سولې او امنیت سربیره پر دوه اړخیزو همکاریو باندې هم بحث وکړ.

د کاناډا سفیر ډیو میټکف د افغانستان د سولې له پروسې څخه د خپل هیواد بشپړ ملاتړ اعلان کړ .

دغه راز داوړو لورو پر دې موافقه وکړه چې د طالبانو لخوا روان تاوتریخوالی باید ژر تر ژره را کم شي.