د امنیتي سکتور د رهبرۍ په غونډه کې له تروریستي بریدونو د ملکيانو د امنیت پر ساتني بحث وشو

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د امنیتي سکتور د رهبرۍ په غونډه کې نن د هیواد په کچه له تروریستي بریدونو او تاوتریخوالي نه د ملکیانو، په ځانګړې توګه د قاضیانو، څارنوالانو، دیني عالمانو او ټولنیزو مخورو پر ساتنې، هغوی ته شته خطراتو او د امنیت پر تامین یې بحث وشو.

نننۍ غونډې ته په دې اړه د شویو اقداماتو او راتلونکو پلانونو، همداراز د تیرو قضایاوو د تعقیب او کتنې پر پرمختګونو او لاس ته راوړنو هم راپورونه ورکړل شول.

د امنیتي سکتور د رهبرۍ په غونډه کې د ځمکو د غصب د اوسني حالت او راتلونکو اقداماتو په اړه هم خبرې وشوې. جلسې ته په راپور کې وویل شول، چې د ملکیتونو د ثبت او راجسټر لړۍ په مرکز او ولایاتونو کې د ایجاد شویو کمېټو له لارې پر مخ ځي، څو دا لړۍ بشپړه او د غاصبینو لست هم تکمیل شي.

په ناسته کې همداراز د هیواد پر عمومي امنیتي وضعیت او له جرایمو سره پر پرېکنده مبارزې هم بحث وشو او لازم تصامیم ونیول شول.