طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې ۵۱ ولسي وګړي شهیدان او ټپیان کړي دي

طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې د خپلو تحرکاتو او تاوتریخوالي په نتیجه کې په ۱۴ ولایتونو کې ۲۱ ولسي وګړي شهیدان او ۳۰ نور ټپیان کړي دي.
طالبانو په هدفمنده توګه په ټول هیواد کې د ملکي خلکو وژلو ته دوام ورکړی او تېره اوونۍ یې تر ټولو ډېر ولسي تلفات په تخار ولایت کې اړولي دي.
د سولې په روانه پروسه کې د طالبانو له لوري د ملکي خلکو د تلفاتو ودرول او د تاوتریخوالی کمول د عامو افغانانو، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او نړیوالې ټولنې اساسي غوښتنې دي او مهمه ده چې، دې غوښتنې ته په پام سره طالبان ژر تر ژره د مسلمانو او بې دفاع افغانانو له وژلو لاس واخلي.
د ملکي خلکو وژل غیر انساني، د اسلام خلاف او له ټولو جګړیزو قواعدو سره په ټکر کې عمل دی.