د ملي امنیت سلاکار له خپل ترکمنستاني سیال سره د سرحدي او امنیتي همکاریو پر زیاتوالي موافقه وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي‌امنیت سلاکار، ډاکټر حمدالله محب د کلنیو امنیتي همکاریو په چوکاټ کې نن د ویډیو کنفرانس له لارې له خپل ترکمنستاني سیال چاریمیرات امانوف سره د سرحدي او امنیتي همکاریو په اړه خبري وکړې.

په دې ویډیو کنفرانس کې دواړو خواوو د ګډو همکاریو پر زیاتوالي، په ځانګړې توګه د سوداګرۍ او انرژۍ په برخو کي، لکه ټاپي دګاز او د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان د برق پروژو او د ریل لارې د امنیت د خوندي کولو په اړه خبرې وکړې.

په یاد ویډیو کنفرانس کې په یادو شويو پروژو کې د لازیاتو امنیتیي همکاریو سربیره، دواړه لوري د سرحدي همکاریو پر زیاتوالي هم سره موافقه وکړه.