د ملي امنیت سلاکار په افغانستان کې د یوناما د نوي مشرې سره تعارفي خبرې وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن د ویډیو کنفرانس له لارې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې دیبورا لاینز سره تعارفي خبرې وکړې.

ښاغلي محب په دې ویډیوي لیدنه کې مېرمن لاینز ته د هغې د ټاکل کېدو مبارکي وویل او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لخوا یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

دواړو همداراز د اوسني وضعیت او وروستیو پيښو په اړه، چې د ټول افغان ملت د رنځیدو سبب شوي بحث او د نظرونو تبادله وکړه.