د جمهور رئیس له فرمان سره سم تر دې دمه ۱۰۰۰ تنه طالب زندانیان خوشې شوي دي

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د سولې په پروسه کې د پرمختګ او د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه تر دې دمه، د جمهور رییس محمد اشرف غني د لومړۍ ګڼې فرمان سره سم ۱۰۰۰ تنه طالب بندیان خوشې کړي دي.

له دې ډلې وروستي ۶۷ تنه یې د پنجشنبې په ماښام د پروان له مرکزي توقیف خونې  څخه ازاد شول، چې په دې توګه د ټولو خوشې شویو طالب بندیانو شمیر تر زرو تنو پورې ورسېد.

دولت د یادو کسانو په ازادولو سره سولې ته خپله دایمي ژمنتیا بیا هم په ډاګه کړه، اوس د طالبانو وار دی، چې له توافقاتو سره سم د بندیانو د خلاصون پروسه چټکه او افغان وژنه ودروي او سملاسي د سولې مخامخ خبرې پیل کړي.

د تاوتریخوالي کمښت اوبلاخره یو سرتاسري او دوامداره اوربند د افغانانو اساسي غوښتنه او د سولې پروسې مهمه اړتیا ده، چې طالبان یې باید په اړه د افغانستان خلکو او نړیوالو ته ځواب ووايي.

د طالبانو لخوا په اوسني شکل د تاوتریخوالي دوام، د سولې له پروسې سره هیڅ ډول مرسته نه کوي، بلکه دا خطر تر پخوا هم غښتلی کوي، چې ښايي د دوی لخوا ناروا تاوتریخوالی د یادي پروسې د سبوتاژ سبب شي.